تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د ملي پوځ پخواني افسر د شکنجې په تړاو پلټنې کوي
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د ملي پوځ د هغه پخواني افسر د شکنجې په تړاو پلټنې کوي چې ويډيو ګانې يې په دې وروستيو کې پر خواله رسنيو ډېر لاس په لاس شوې.
په ويډيو کې د افغانستان د پخواني پوځ ډګرمن رحمت الله قادري ليدل کېږي چې ظاهراً په بې رحمانه ډول وهل ډبول کېږي. دا کړنه په سختو ټکو غندل شوې.
بي بي سي ته ویل شوي رحمت الله قادري ۱۱ ورځې وړاندې کابل کې طالبانو ته منسوبو کسانو نیولی.
له بي بي سي سره په خبرو کې د رحمت الله د پیژندګلوۍ کسانو ویلي، هغه لس ورځ وړاندې کابل کې د ۱۵ امنیتي حوزې له لوري نیول شوی او لا هم د هغوئ پر ټکو د طالبانو زندان کې دی.
رحمت الله د طالبانو له واکمنېدو سره ایران ته تللی و او په دې وروستیو کې د یوې خپلوان د مړینې له کبله هیواد ته ستون شوی و چې له دې پیښې سره مخ شو.
کورنۍ یې وايي هیڅ ډول حقوقي او جنايي دعوه پرې نشته خو یوې سرچینې وویل، ډګرمن رحمت الله چې د کابل په سروبي کې د یوه پوځي کنډک مشر و او د کاپیسا په تګاب کې یې د عملیاتو مشري کوله داسې رپوټونه دي چې نوموړی به د تګاب د وسله والو له لوري نیول شوی وي او لامل یې غچ اخستنه ده.
خو د طالبانو له ټولبخښنې وروسته ایا غچ جرم نه بلل کیږي؟
د طالبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند عاقل عزام بي بي سي ته وویل د دوئ لومړنیو هڅو کې تراوسه د پنځلسمې حوزې اړوندې ددې نیونې په اړه څه نه دي موندل شوي:
''تراوسه مالومه نه ده چې پيښه چیرې شوې خو موږ پلټڼې کوو او د عاملینو د نیونې امر هم شوی. ''
د دې پیښې ویډیو پر خواله رسنیو پراخ ډول خپره شوې او خلکو چې دا نیونه یې طالبانو ته منصوبه کړې له ټولبخښنې سرغاړوی بللی چې ګواکې طالب نظام خپلو کړو ژمنوکې له خلکو سره ټینګ نه دی.
څو اونۍ وړاندې د طالبانو د لیکو پاکولو او چاڼ لپاره د ټاکل شوي کمېسیون مشر مفتي لطیف حکیمي د خپلې ډلې د وسله والو خپلسرۍ غندلې وې او په تونده لهجه یې له طالبانو غوښتي و چې خلک دې نه کړوي.
طالبانو واک ته رسېدو سره سم د پخواني نظام ټولو کارکوونکو ته عمومي بښنه اعلان کړه خو له افغانستانه بيا بيا د پخواني امنيتي ځواکونو د غړو د کړونې او ان وژنې رپوټونه رسېدلي او د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د څار ادارې په ګډون نړيوالو بنسټونو هم ويلي چې د دغه راز وژنو ثبوتونه ور رسېدلي.
خو طالبان وايي دا يې تګلاره نه ده او ډېرى دغه وژنې په خپلسري توګه او يا د شخصي دښمنيو پايله کې شوې.