ستانکزی: افغانستان کې جګړه نشته، بهر مېشتي افغانان دې بېرته هېواد ته راستانه شي

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال عباس ستانکزي له اروپايي ټولنې او امریکا وغوښتل چې بهر کې مېشتو افغانانو ته لارې چارې برابرې کړي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د بې کارۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله د کډوالۍ یوه نوې څپه پیل شوې او هره ورځ افغانان له دې هېواد د بهر تللو هڅه کوي.

شیر محمد عباس ستانکزي وايي اوس افغانستان کې جګړه نشته، نو بهر کې مېشت افغانان دې خپل هېواد ته ستانه شي او د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو يې وغوښتل چې له دوی سره ښه چلن وکړي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغان کډوال په ګڼ شمېر هېوادونو کې مېشت دي. په دې سره افغانستان نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی چې یو لوی شمېر وګړي یې کډوال دي. د دې کډوالو له ډلې ډېر یې پاکستان او ایران کې دي.

د طالبانو د چارسمبالي حکومت دې چارواکي له ایران او پاکستان وغوښتل چې دې هېوادونو ته دې د افغانانو عادي تګ راتګ ته لارې چارې برابرې کړي.

د پاکستان او ایران تر څنګ لوی شمېر افغانانو په یونان، اندونیزیا، ترکیې، هند او د ختیځې اروپا په ځینو هېوادونو کې مېشت دي او هڅه کوي هغو هېوادونو ته ځانونه ورسوي چې کډوال قبلوي.

دا کډوال د ژوند په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي. په بهر کې په تېره په ایران او پاکستان کې مېشت افغانان امنیتي ستونزې، د کاري فرصتونو، سر پناه او ښو تعلیمي او روغتیايي خدمتونو نشتوالی او یا کموالی د لویو ننګونو په توګه یادوي چې بېرته ستنیدل یې د دوی لپاره ستونزمن کړي دي.