تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: که مرسته ورسره و نه شي، د افغانستان بانکي نظام به له ''سخت سقوط'' سره مخ شي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که د افغانستان له بانکي نظام سره مرسته و نه شي، داسې احتمالي خطر شته، چې په څو میاشتو موده کې به دا نظام ویجاړ شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې 'یو این ډي پي ' یوه درې مخیز رپوټ په حواله چې پر دوشنبه خپور شوی ویل شوي، د بانکي نظام نړېدو او د دې له کبله رامنځته شوی ټولنیز اغېز 'به خورا ستر ' وي.
رپوټ کې ویل شوي، د نغدو پیسو نشتوالي بحران، د پورونو او د خلکو لږ ساتل شویو پیسو د ورکړې ناتواني د دې لامل کېدای شي، چې بانکي نظام نسکور شي.
د یو این ډي پي رپوټ کې ویل شوي:
''د افغانستان بانکي راکړې - ورکړې او اقتصادي نظام د نسکورېدو په حال کې دی. د افغانستا د تولید محدودې کچې وړتیا د ودې لپاره بانکي ستونزه باید ژر حل شي او د افغانستان بانکي سسټم له ویجاړۍ وژغورل شي. ''
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې مشر عبدالله الدرداري رویټرز ته ویلي:
''په داسې حال کې چې د دې هېواد په اقتصاد کې د څلور میلیاردو ډالرو ارزښت افغانۍ شته، یوازې ۵۰۰ زره ډالرو ارزښت نغدې افغانۍ په راکړه ورکړه کې کاروول کېږی. ''
نوموړی وايي، ''پاتې نغدې افغانۍ له دې کبله یا په بالښتونو کې او یا په نیالیو کې پټې ساتل کېږي، چې خلک وېرېږي. ''
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بهرنۍ مرستې بندې شوې او د نغدو پیسو ترلاسه کولو لپاره د بانکونو مخکې د خلکو اوږده کتارونه د دې لامل شول، چې پر بانکي نظام فشار ډېر شي او د نغدو پیسو ورکړې لپاره محدوده کچه وټاکل شي.
د افغانستان بانکي نظام واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې هم له ستونزو سره مخامخ و، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نړیوالو مالي ادارو د افغانستان زېرمه شوې پانګه کنګل کړه، چې له کبله یې ورسره په دې هېواد کې مالي ستونزه لا زیاته او پېچلې شوه.
ښاغلی الدرداري زیاتوي: موږ باید داسې لارې، چارې ولټوو چې ډاډه شو که د بانکوالۍ له یوې برخې ملاتړ کوو، نو د طالبانو ملاتړ نه کوو. موږ له خورا ناوړه شرایطو سره لاس او ګرېوان یو، چې باید پر ټولو احتمالي حل لارو یې غور وکړو او باید له چوکاټه بهر فکر پرې وکړو. نوموړی وايي: هغه څه چې درې میاشتې مخکې یې تصور نه کېده، اوس باید د تعامل وړ واوسي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام مسوولینو د افغانستان بانکي نظام ژغورنې لپاره د سپما حسابونو بیمې، د لنډ مهاله او متوسط مهال اړتیاوو پوره کولو لپاره د کافي نغدو پیسو شتوالي او دغه راز د پورونو ورکړه کې د ځنډ په صورت کې د ځنډ لګښت او باور د تضمین طرح وړاندیز کړې ده.
ښاغلی الدرداري وايي، ''افغانستان تېر کال د ۷ میلیاردو ډالرو ارزښت توکي چې ډېری یې خوراکي مواد دي وارد کړي دي، او که د سوداګرۍ مالي نظام نه وي، د لویې ګډوډۍ رامنځته کېدو وېره شته. ''
د نوموړي په خبره ''له بانکي نظامه پرته دا هېڅ یوه چاره هم نه شي ترسره کېدای. ''
ملګري ملتونه وايي، که د افغانستان بانکي نظام ویجاړ شي، ښايي بیارغاونه یې لسیزې وخت ونیسي.
د تېرې میاشتې وروستیو کې ملګرو ملتونو وویل، د افغانستان اقتصاد ژغورلو لپاره د نغدو پیسو لېږدولو پر لارو چارو موندلو غور کوي.
ملګرو ملتونو هغه مهال وویل، که نړیوالې مالي ادارې دې لړ کې مرسته و نه کړي، ملګري ملتونه به اړ شي، چې د تشې ډکولو لپاره لارې چارې ولټوي.
ملګرو ملتونو یوه چارواکي هغه مهال وویل، یوه احتمالي حل ''د افغانستان نړیوال بانک '' دی، چې کولای شي پیسې راوړي او زېرمه یې کړي، خو په وینا یې دې لړ کې د انشورنس ستونزه شته.