تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان پر موضوع خبرې کېږي
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي نن چارشنبه د افغانستان په اړه یوه غونډه کې خبرې کوي. په افغانستان کې دملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز به دې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه خپل رپوټ وړاندې کوي.
درې میاشتې وړاندې طالبانو پر کابله ولکه ټینګه کړې او له هغه راهیسې دا دویم ځل دی چې د امنیت شورا د افغانستان په اړه خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا غونډه دوقایوي 'دیپلوماسي له لارې سوله او امنیت ' تر عنوان لاندې جوړیږي چې د افغانستان او سومالیا په اړه به په کې خبرې کېږي.
د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال کیږي چې ملګري ملتونو وړاندې خبر داری ورکړی چې که پر وخت اقدام ونه شي، نو ښايي افغانستان کې په سږني ژمي کې لوی بشري ناورین رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
هغه وویل دې هېواد کې په هرو څلورو مېندارو مېرمنو کې یوه او په هرو دوه ماشومانو کې یو خوارځواکۍ کړیږي.
نوموړي زیاته کړه، ملګري ملتونه افغانستان کې بشري اړتیاوې ارزوي.
څو اونۍ وړاندې مرستندویه هېوادونو ژمنه کړې وه چې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره څه باندې یو ملیارد ډالر مرسته رسوونکو ته ورکوي چې بې وزلو ته اړینې مرستې ورسوي.
ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۱ کال تر پایه د ۱۱ ملیونه وګړو د لاس نیوي لپاره د مرستې غږ کړی له دوی سره د مرستې لپاره ۸۶ سلنه بسپنه چې ۵۲۴ ملیونه ډالره کیږي تر لاسه شوې ده.
د امنیت شورا په تېره غونډه کې چې د اګست میاشتې پر ۱۶ نېټې شوې وه د ملګرو ملتونو سرمنشي پر طالبانو او نورو ښکېلو خواوو غږ کړی وو چې د بشري مرستو رسولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان په مسئله کې یوه خوله شي ترڅو د خلکو بشري حقونه خوندي شي.