تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی: طالبانو سره د خبرو بل پړاو ته چمتو والى کوو
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ويلي، امريکا طالبانو سره دوحه کې د خبرو بل پړاو ته چمتو والى کوي، خو په دې تړاو يې کومه نېټه ياده نه کړه.
ښاغلى وېسټ اوس بروکسل کې دى او خبريالانو سره ټيليفوني خبرو کې يې ويلي چې د ناټو غړو هېوادونو ته يې طالبانو سره د خبرو په تړاو مالومات ورکړي او د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو په اړه يې پر يوې لارنقشې هم د ناټو له استازو سره سلا مشورې کړې.
د امريکا استازي ويلي هېواد يې افغانستان کې د داعش ډلې په بريدونو کې د زياتوالي له امله اندېښمن دى او دغه هېواد کې د القاعدې د شتون دوام هم د دوى ژوره اندېښنه راپارولې.
ښاغلي وېسټ وويل، طالبانو له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو عادي کولو په تړاو خپله غوښتنه په په روښانه او جوته توګه څرګنده کړې، چې د مرستو لړۍ دوى ته بيا پيل شي، کابل ته د نړيوالې ټولنې ديپلوماتيک ماموريتونه بېرته ستانه او بنديزونه لېرې شي.
خو ښاغلي وېست ويلي، امريکا نشي کولاى چې له دغو چارو ان يوه هم په يوازې سر تر سره کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، ښاغلی وېسټ به د افغانستان په هکله د سلام مشورو لپاره لومړي اقدام کې بروکسل ته لاړ شي.
ټاکل شوې ښاغلى وېست پاکستان، هند او روسيې ته هم سفر وکړي.
بل لور د امریکا د ملي امنيت سلاکار جيک سليوان په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه د افغانستان د کنګل شوې شمتنۍ د خلاصولو په اړه ويلي: "موږ تراوسه په دې موقف کې نه يوو چې په افغانستان کې د اوسني دولت له لارې په مستقيم ډول طالبانو ته پيسې ورکړو. موږ د حکومتولۍ په اړه د دوی په چلند کې بسنټيز پرمختګ نه وينو".
ښاغلي سليوان چې وړمه ورځ د سي اېن اېن تلويزيونې شبکې له فريد ذکريا سره خبرې کولې وويل، اوس امريکا هغه هېواد دی چې له افغانستان سره تر ټولو ډېرې بشري مرستې کوي. موږ څه دپاسه يو نيم ميليارد ډالره مرسته کړې چې د نړيوالو او نادولتي موسسو له لارې به دغه هېواد ته لېږل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو په وار وار له امريکايي بانکونو څخه د افغانستان د بهرنيو اسعارو د شاوخوا "لس ميليارده ډالرو" د شتمنۍ خلاصولو غوښتنه کړې ده.