د ایران د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې ټول ګډونی حکومت تر ټولو ښه سیاسي حل لار ده

د ايران بهرنيو چارو وزير

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، تر ټولو مهمه سیاسي حل لاره دا ده چې افغانستان کې دننه داسې یو حکومت رامنځته شي چې د افغانستان ټول قومونه په کې ځای ولري.

ښاغلي عبداللهیان تهران کې له خپل پاکستاني انډول شاه محمود قریشي سره د (سې شنبې ورځې) خبرې غونډه کې وویل، ایران افغانستان کې له ټولو اړخونو سره تماس کې دی. ده وویل د افغانستان چارې په دقت څاري، بشري مرستو ته دوام ورکوي او دا هغه څه دي چې د ده په وینا د کډوالۍ مخه نیسي.

د ایران دا غوښتنه چې طالبانو دې یو ټول ګډونې اداره رامنځته کړې نورو هېوادونو هم کړې ده. دا یو له هغو شرطونو هم دی چې ځینو هېوادونو د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلو لپاره وړاندې کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار وکړ چې له خپل پاکستاني انډول سره یې خبرو کې هوکړه وکړه چې نننۍ کنفرانس کې به "د افغانستان ګاونډي هېوادونو افغان ملت، نړۍ او کابل کې واکمنۍ موقتې ادارې یو او ګډ پیغام ورکوي".

دا څرګندونې په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په درشل کې شوي.

دا غونډه چارشنبه جوړېږي او د چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیر برخه لري. خو د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران به د ویډیو کنفرانس له لارې دې خبرې غونډه کې برخه اخلي.

د ایران د بهرنیو چار وزیر له دې څرګندونو وړاندې د هغه ویاند سعید خطیب زاده د ایران اندېښنې دا ډول خلاصه کړې وې:

"نه شي کېدای چې افغانستان د ترهګرۍ، تاوتریخوالي او سخت دریځۍ ځای وي. د تهران د غونډې پيغام به دا وي چې افغانان داسې یو دولت ومني چې د هغوی د ارادې ممثل وي، توکمیز جوړښت او وګړي په کې په پام کې نیول شوي وي."

سعید خطیب‌زاده

د عکس سرچینه، IRNA

د طالبانو حکومت استازې دې غونډې نه دي بلل شوي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دوی غوښتنه کړې وه چې دې غونډه کې برخه ورکړل شي.

ایراني چارواکو افغانستان کې د داعش ډلې د بیا سر را پورته کولو په اړه اندېښنې ښودلې دي. دې ډلې د طالبانوله واکمنۍ وروسته لسګونه بریدونه کړي چې څو یې ډېر خونړي وو.

له کله چې د ایران نوی ولسمشر ابراهیم ريیسي واک ته رسېدلی د ایران د دولت دریځ د طالبانو په اړه د مخکني ولسمشر حسن روحاني د واکمنۍ د مهال پرتله بدل ښکاري. د حسن روحاني د واکمنۍ پر مهال ایران له طالبانو سره ښې اړیکي پاللې ان تر دې چې ایران کې دننه یې غبرګونونه وپارول.

خو د طالبانو په اړه لا هم په ایران کې دریځونه ویشلي دی. تر ټولو توند غبرګون ښايي د دولتي او محافظه کارې ورځپاڼې اسلامي جمهوریت وو چې څو ورځې وړاندې یې ویلي وو "که ایران د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني نو دا به د ایران اسلامي جمهوریت پر ټنډه یو تور داغ وي".