د شپږ هېوادونو پوځیان په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نژدې پوځي تمرینات کوي

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل د ټولیز امنیت سازمان 'سي اېس ټي او ' شپږ غړي هېوادونه په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نژدې د روسیې په مشرۍ ګډ پوځي تمرینات کوي.

په دې پراخو پوځي تمرینونو کې چې روسیه یې مشري کوي د بېلاروس، ارمينيا، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان پوځیان ګډون لري.

د تاجکستان دفاع وزارت چارواکي وايي، دغه تمرینات په 'هرب میدان ' او 'هامیان ' سیمو کې پیل شوي، چې د تاجکستان په سویل کې دوه مهم پوځي مرکزونه دي.

دغه پوځي تمرینات په دریو ځانګړوو پړاوونو کې تر سره شوی. د تاجکستان چارواکو په وینا دې تمریناتو کې نژدې ۴۰۰۰ پوځیانو برخه اخیستي.

د چارواکو په وینا د دې تمریناتو وروستی پړاو به نن (شنبه) په هرب میدان سیمه کې تر سره شي، چې د افغانستان له پولې ۲۲ کیلومتره لېری دی.

دغه سازمان د شوروي له منځه تلو وروسته ۳۰ کال مخکې رامنځته شو چې تر اوسه یې د روسیې تر څنګ، بېلا روس، ارمینیا، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان غړیتوب لري.

دا سازمان د ناټو یا شمالي انټلانټیک امنیتي سازمان په څېر د سیمې هېوادونو یو امنیتي او دفاعي سازمان بلل کېږي.

د دې سازمان له شپږو غړو هېوادونو یوازینی غړی هېواد تاجکستان دی، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.

د ټولیز امنیت سازمان لوی درستیز ډګروال اناتولي سیدوروف مخکې ویلي و، دې تمریناتو کې به د پنځه زره پوځیانو په ګډون ۶۵۰ زغره وال ګاډي او ټانکونه، ۲۰ جنګي الوتکې، ۲۰ چورلکې او ۱۵ پورې ډرون برخه ولري.

د یادونې ده، چې د شپږو هېوادونو د دې پوځي تمریناتو تر څنګ د جمعې پر ورځ د تاجکستان او روسیې ګډ پوځي تمرینات هم د افغانستان پولې ته نژدې کولاب ښار ته څېرمه تر سره شوي دي.

'په تاجکستان کې د ایسار افغان پیلوټان امریکا ته لېږدول کېږي'

د رویترز خبري آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی وايي، د افغانستان هوايي ځواک هغه نژدې ۱۵۰ پیلوټان او کارکوونکي چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته تاجکستان ته تللی وو، ژر امریکا ته لېږدول کېږي.

په رپوټ کې ویل شوي چې امریکا غواړي په تاجکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک ټول ایسار پاتې مامورین امریکا ته ولېږدوي.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه ځانګړي رپوټ خپور کړی و او ویلي یې وو چې په امریکا کې روزل شوي ۱۴۳ تنه افغان پیلوټان د تاجکستان له پلازمېنې دوشنبې بهر په یوه غرنۍ سیمه کې په یوه روغتون کې ساتل کېږي او دغه کسان انتظار باسي چې په امریکايي الوتکه کې دریم هېواد او بیا امریکا ته ولېږدول شي.

دغو افغان پیلوټانو په یوه قاچاق شوي ټيليفون له نوموړي اژانس سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې ټيليفونونه او نور اسناد ترې تاجک چارواکو اخیستي دي.

د یادونې ده چې په تاجکستان کې د افغان پیلوټانو په ډله کې یوه مېندواره پیلوټه هم ده.

هغې ویلي په روغتون کې د بندیانو په ډول ساتل کېږي، نه د کډوالو او پناه غوښتونکو په توګه، اسناد نه لري او نه شي کولای چې ځانته څه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ویلي دغه مېندواره پيلوټه به هم له نورو سره یوځای امریکا ته ولېږدول شي.

دغه راز د افغانستان د هوايي ځواک ۱۳ تنه نور مامورین چې په پلازمېنه دوشنبه کې دي هم ویلي انتظار باسي چې امریکا ته ولېږدول شي.

ویل شوي دا په تاجکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک وروستي هغه کسان دي چې امریکا کې روزل شوي او له طالبانو سره یې د جګړو په وروستیو شېبو کې یې د هوايي ځواک لسګونه الوتکې هم له ځان سره تاجکستان او ازبکستان ته بیولي دي.

په تاجکستان کې افغان پیلوټانو ویلي دوی ته نېټه نه ده ښوول شوې چې کله به له تاجکستانه وایستل شي، خو وايي چې په دوشنبې کې د امریکا د سفارت چارواکو له دوی نه بایومیټریک معلومات اخیستي دي.

د تېر سپتمبر په مياشت کې هم یوه ډله افغان پیلوټان او یو شمېر نور پوځي مامورین له ازبکستان نه عربي اماراتو ته ولېږدول شول.

بل لور د امریکا د استازو جرګې هغو غړو او پخوانیو پوځیانو چې د افغان پیلوټانو د لېږدولو لپاره یې کمپاین کړي اندېښنه څرګنده کړې ده چې ولې د ولسمشر بایډن د ادارې لخوا د افغان پوځیانو د لېږدولو چارې دومره وخت ونیوه.