کندهار کې له جګړو بې ځایه شوې زرګورنه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې

    • Author, سیدعبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان په سوېل کې هغه زرګونه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې چې د وروستیو جګړو له کبله ترې خپل کورونه پاتې شوي وو.

دغه خلک وايي چې په جګړو کې یې کورونه ویجاړ شوي او د ناوړه اقتصادي حالت له کبله یې د رغولو وس نه لري.

هغوی په دې برخه کې له طالبانو او نړیوالو مرستندویو ټولنو د مرستو غوښتونکي دي.

محمد امین د کندهار په ارغنداب کې دیره و.

نوموړی وايي کله چې د دوی په سیمه کې جګړو زور واخیست دی اړ شو چې د خپلې کورنۍ له ۱۰ غړو سره خپل کور پرېږدي او نورو سیمو ته لاړ شي.

د محمد امین کور په جګړو کې ویجاړ شوی او وايي اوس یې د رغولو وس او توان نه لري.

محمد امین د خپل کور د وړیجاړیدو له امله ور اوښتی تاوان پنځه سوه زره افغانۍ اټکلوي او له طالبانو غوښتنه کوي چې له ده او د ده په څېر نورو ځپل شویو خلکو سره د کورونو د بیا رغولو په برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان سویل په تېرو دوو لسیزو کې د سختو جګړو سیمه وه خو وروستۍ سخته څپه یې د ځینو نورو سیمو په څېر د کندهار پر ارغنداب هم ورغله.

د طالبانو او پخواني حکومت ترمنځ جګړو کې د خلکو کورونه ویجاړ شول او پر لارو خښوو شویو مایونو د ګڼو کسانو ژوند نیمګړی کړ.

د ارغنداب ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي احمد رسول وايي له جګړو نه یې یوازې خپل سرونه وایستل، د ګڼو خلکو د کروندو حاصلات خراب شول او ګنو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

خو خلک له دې ټول کړاو وروسته نسبي امن ته خوښ دي او له طالبانو او نړیوالۍ ټولنې غوښتنه کوي چې د سرپناه جوړولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

زلمی وايي د کور د خامو دیوالونو جوړولو وس هم نه لري:

''موږ دوه کورونه لرل خو دواړه داسې ویجاړ شول چې د یوه خو نقشه بیخي ورکه شوه او دا یو کور چې نښې یې پاتې دي د اوسیدو نه دی. ''

طالبان چې د ویجاړونکو جګړو یو اړخ او اوس د حکومت واګي په لاس کې لري د خلکو د کورونو د جوړولو لپاره څه کولای شي؟

د کندهار د اطلاعات او کلتور رییس حافظ نور احمد سعید وايي:

''د شهیدانو معلولینو او بې وزلو چارو وزارت له بې وزلو، یتیمانو او کونډو سره په میاشتني ډول د مرستې ترڅنګ د اړتیا په وخت کې د هغوی لاسنوی کوي، دغه راز د ښار جوړونې وزارت هم په دې برخه کې پلاونه لري چې په لنډ وخت کې به عملي شي. ''

په ټول افغانستان کې د ویجاړو شویو کورونو کره شمېر نه دی معلوم خو یوازې کندهار کې د جګړو له امله زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

مخکې ملګرو ملتونو له هغو کډوالو سره د مرستې یو پروګرام درلود چې په خپله خوښه به افغانستان ته له بهرنیو هېوادونو ستنېدل خو تازه د دا ډول مرستې لپاره کوم څرک نشته.

دا اوس چې ژمی رارسېدلی کورنیو ته سرپناه تر بل هرڅه لومړیتوب لري.