لاوروف؛ لویدیځ هېوادونه افغانستان کې د روان وضعیت مسؤل دي، باید له افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن چارشنبه د افغانستان په اړه د مسکو کنفرانس ته خپله وینا کې وویل، په افغانستان کې اوسنی ناوړه وضعیت د لویدیځو هېوادونو د تېر شل کلن ماموریت پایله ده.
نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست، خو په ټوله کې یې پر لویدیځو هېوادونو غږ وکړ چې افغان ولس سره باید تر معمول ډېره او بېړنۍ مرسته وکړي.
ښاغلي لاوروف پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې افغانستان سره د بشري مرستو د نړیوالې پروسیې مشري پر غاړه واخلي.
دا کنفرانس د روسیې په کوربتوب او د طالبانو د پلاوي په ګډون پیل شو او د پاکستان، چین او ایران استازو هم پکې ګډون کړی دی.
د لاوروف د وینا نور مهم ټکي:
ښاغلي لاوروف خپله وینا کې وویل، افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړېدل د شته ستونزو غوره حل لاره ده.
هغه د امنیتي وضعیت کنترول او دولتي مېکانیزم فعالولو لپاره د طالبانو هڅې وستایلې، خو زیاته یې کړه چې افغانستان کې رښتینی ثبات هله راتلی شي چې په ټوله معنا یو ټولشموله حکومت رامنځته شي.
نوموړي وویل، دا ډول سیاسي لیدلوری او څیرکتیا به د هغو کسانو لپاره هم یو درس وي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د افغانستان ملي ګټې او خپل ولس قرباني کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغان ولس ملاتړ ترلاسه کولو لپاره سم ټولنیز سیاست او د بنسټي حقونو درناوی مهم دی، او په دې اړه یې له طالب پلاوي سره خبرې کړې دي.
هغه وویل، د اګست میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته چې افغانستان کې کوم نظام رامنځته شوی، په نږدې راتلونکي کې بل بدل نه لري.
خو سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندل کېدل او په افغانستان کې شته اقتصادي او بشري ستونزې ښیي چې دا هېواد لا هم ثبات نه لري.
نوموړي خبرداری ورکړ چې د داعش او القاعده په څېر ډلې له دې وضعیت د ګټې اخیستو هڅه کوي.
ښاغلي لاوروف وویل، روسیې مرکزي اسیا ته د دې ګواښ له کبله اندېښمنه ده او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانستان پر خاوره ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.
د طالبانو پلاوي غونډې ته څه وویل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې ناسته کې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوي هم ګډون کړی.
ښاغلي حنفي خپله وینا کې وویل، طالبان د یوه مسوول حکومت په توګه ټولې نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان امنیتي وضعیت د باور وړی دی، نژدي او لري هېوادونو ته له افغانستان هېڅ ډول ګواښ نشته.
د طالبانو د پلاوي مشر وویل، دوی هڅه کړې چې په نوي (اسلامي حکومت) کې د ټولو قومونو او ټولنو ګډون باوري کړي او د اصلاحاتو بهیر روان دی.
هغه د افغانستان پخوانی حکومت فاسد وباله او تور یې پرې ولګاوه چې تر وروستیو شیبو پورې ونه توانید چې د فساد مخه ونیسي.
د طالبانو د پلاوي مشر پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپیژني او په وینا یې د افغانستان ګوښي کول د هېچا په ګټه نه دی.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته د زیان رسولو اراده نه لري او دوی له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره داسې اړیکې غواړي چې پر متقابل او د یو بل ملي حاکمیت ته په په درناوي ولاړې وي.
هغه دغه راز یو ځل بیا د امریکا پر متحده ایالتونو غږ وکړ چې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي.
د مسکو کنفرانس تاریخ او ارزښت:

د عکس سرچینه، Getty Images
د مسکو کنفرانس په نامه د افغانستان په اړه دا ځانګړې ناستې په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې په کوربتوب پیل شوې.
په تېرو څو کلونو کې دا پروسه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې پروسې ترڅنګ او ورسره هممهاله روانه وه.
د روسیې حکومت تل د دوحې پروسې په اړه شکونه او بې باوري ښودلې وه او د افغانستان په چارو کې د خپلې لا ډېرې او فعالې ښکېلتیا لپاره د مسکو کنفرانس پیل کړ.
په ۲۰۱۹ کال کې د همدې کنفرانس پر مهال د پخواني افغان حکومت استازي او طالبان پر یو مېز مخامخ کېناستل او خبرې یې وکړې.
په ۲۰۲۰ کال کې د دې کنفرانس ګډونووالو، چې امریکا هم پکې شامله وه، په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت ورته د منلو نه دی.
امریکا سږ کال په دې ناسته کې ګډون نه دی کړی او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یې پر نشتون خپګان وښود.
نوموړي وویل، هیله ده چې د امریکا د نه ګډون لامل به د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي بدلون وي، او کومه بله ستونزه به نه وي.








