تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"پاکستان طالبانو ته د افغان پوځ د روزنې او بیا منظمولو مشروط وړاندیز کړی"
د پاکستان پوځ کې یوې جګپوړې سرچینې بي بي سي ته ویلي، پاکستان افغان طالبانو ته د افغان بوځ د روزنې او بیا منظمولو برخه کې د مرستې وړاندیز کړی دی. سرچینه وایي، په دې اړه د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دي.
سرچینه زیاتوي، په وروستیو کې کابل ته د پاکستان د پوځي استخباراتو (ای اېس ای) د مشر جنرال فیض حمید د سفر موخه هم پر همدې موضوع خبرې کول وو.
افغان طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او پخوا یې وضاحت کړی چې د (ای اېس ای) مشر کابل ته د سفر پر مهال یوازې پر دوه اړخیزو موضوعاتو او د امنیت برخه کې د پاکستان پر اندېښنو غږېدلی.
سرچینه وایي، د پاکستان دا وړاندیز په دې پورې مشروط دی چې د طالبانو حکومت به په رسمیت پېژندل کېږي او افغان پوځ کې به د ټولو قامونو وګړي شامل وي.
د پاکستاني پوځ یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د اوس لپاره یوازې پر دې موضوع خبرې شوې دي، او کومه مفصله تګلاره نه ده چمتو شوې.
دا دویمه سرچینه وایي: "اوسمهال افغانستان ته د کوم بهرني هېواد لخوا هېڅ ګواښ نشته. نو ځکه د پوځ پر ځای دوی (طالبان) یو ښه سرحدي ځواک او پولیسو ته ډېره اړتیا لري. که دې برخه کې د مرستې غوښتنه وشي نو د پاکستان حکومت به یې په اړه پرېکړه کوي".
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څه موده مخکې ویلي وو، د سیمې نورو هېوادونو سره په ګډه به پرېکړه کوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او که نه.
د افغان پوځ شل کلنه روزنه او برخلیک
په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان بېلابېلو برخو کې د طالبانو له پرمختګونو سره هم مهاله افغان پوځ په تدریجي ډول له سقوط او ګډوډۍ سره مخ و.
د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه طالبانو داسې حال کې پر پلازمېنه کابل ولکه وکړه چې له هېڅ ډول مقاومت سره مخ نه شول.
امریکا او نورو هېوادونو په تېرو شلو کالو کې د افغان پوځ پر روزنه او تجهیز میلیاردونه ډالر لګولی وو.
خو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارنوال (سیګار) خپلو رپوټونو کې بیا بیا د افغان پوځ د روزنې پر بهیر او وړتیاو نیوکې کولې.
د کابل له سقوط وروسته د ولسمشر جو بایډن په ګډون ګڼو امریکایي چارواکو هم پر افغان سیاسي مشرانو او پوځ نیوکه وکړه چې د طالبانو پر وړاندې یې مقاومت ونکړ.
دا مهال د افغان پوځ کابو ټول جګپوړي چارواکي او پوځي قومندانان له صحنې وتلي دي او برخلیک یې هم نه دی مالوم.
خو د طالبانو سرپرست حکومت کې د پوځ لوی درستیز قاري فسیح الدین بدخشاني څو ورځې وړاندې ویلي وو، د افغان پوځ پر بیا منظمولو کار روان دی.