امریکا واکسین شویو کسانو ته دې هېواد ته د ورتګ اجازه وکوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا حکومت اعلان کړی چې د کورونا واکسین له کبله دې هېواد ته پر ورتګ لګېدلي بندیزونه نرموي.
له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې د اروپایي هېوادونو او بریتانیا وګړو نشوای کولی چې له واکسین پرته امریکا ته سفر وکړي.
خو سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې له نومبر میاشتې به ټول واکسین شوي وګړي وکړای شي چې امریکا ته سفر وکړي.
خو د ورتګ پر مهال د کورونا ټېسټ شرط به پر ځای وي او د ورتلونکو کسانو طبي څارنه به کېږي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د کورونا وبا د اوج ورځو کې دا بندیزونه لګولي وو.
خو له تېرو څو میاشتو راهیسې دا پوښتنه کېدله چې اوسنی ولسمشر جو بایډن به کله دا بندیزونه نرموي.
د دوشنبې پر ورځ له کورونا وبا سره د مبارزې لپاره د سپینې ماڼۍ استازي جېف زینټس 'د نړیوال هوایي سفر نوی سیستم' اعلان کړ او زیاته یې کړه چې واکسین شويکسان له دې وروسته امریکا ته ورتلی شي.
نوموړي وویل: "دې سیستم کې هر وګړي ته کتل کېږي چې ایا واکسین شوی یا نه. داسې نه ده چې پر یوه هېواد دی ټولیز بندیز وي یا دې ټول ازاد وي".
ښاغلي زینټس زیاته کړه، واکسین د وګړو د خوندي ساتلو لپاره تر ټوله ګټوره وسیله ده.
یاده دې وي چې دا نوي اعلان او بندیزونو کې نرمښت یوازې د هوایي سفر اړوند دی.
د مکسیکو یا کاناډا وګړي لا هم اجازه نه لري چې ځمکې له لارې امریکا ته سفر وکړي.
د اوسنیو اصولو له مخې یوازې هغه کسان چې د امریکا تابعیت یا هلته د اوسېدو دایمي ویزه او یا هم کومه بل ډول ځانګړې ویزه ولري، امریکا ته داخلېدلی شي.
د سپینې ماڼۍ له دې اعلان وروسته د هوایي چلن شرکتونو او هوایي سفر بیې هم لوړې شوې دي.










