غني: پر ما د میلیونونو ډالرو د غلا تورونه ناسم دي؛ ملګري ملتونه دې پلټنه وکړي

د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې له کابله د وتلو پر مهال یې میلیونونه ډالر له ځان سره وړي دي.

ښاغلي‌غني چارشنبه پر خپله ټوېټر یوه اوږده اعلامیه کې ویلي، له کابله وتل یې د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه.

نوموړي ټینګار کړی چې یوازې د خپل امنیتي کسانو په ټینګه سپارښتنه او په کابل ښار کې د جګړې او وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه چې له پلازمېنې ووځي.

ښاغلي‌غني غوښتنه کړې چې ملګري ملتونه یا کومه بله مناسبه اداره دې پر ده لګېدلي تورونه وڅېړي او حقیقت دې مالوم کړي.‌

محمد اشرف غني خپله اعلامیه کې پر دې خبره خپګان څرګند کړی چې د ده واکمني هم د افغانستان د ځینو پخوانیو مشرانو په څېر پای ته ورسېده او افغانستان کې د سولې او بډاینې لامل نشوه.

نوموړي خپله تېره وینا کې ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به هېواد ته ستون شي، او د سولې لپاره د کېدونکو هڅو ملاتړ یې هم اعلان کړ.‌

د غني‌ واکمني څرنګه ختمه شوه؟

پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه، کابل ته د طالبانو له ننوتلو شېبې وړاندې له پلازمېنې وتلی و.

پر هماغه شپه نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل، په هېواد کې د وینې تویېدنې مخنیوي لپاره اړ شو چې له کابل ووځي.

ښاغلي‌غني لیکلي وو، که پاتې شوی وای نو ښایي د طالبانو په لاس وژل شوی وای او تاریخ به یو ځل بیا د پردیو په لاس د یو افغان زعیم د وژل کېدو شاهد وای.

د راتلونکو څو ورځو لپاره د نوموړي ځای ځایګی نه و مالوم او د برخلیک په اړه یې ډول ډول خبرې کېدلی.

خو ښاغلی غني له کابل تر وتلو څو ورځې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه یوه ویډیو کې راڅرګند شو او اعلان یې وکړ چې په متحده عربي اماراتو کې دی.‌

د اماراتو حکومت هم ومنله چې ښاغلي او د هغه کورنۍ ته یې د بشردوستۍ له مخې هرکلی ویلی.

خپل ویډیویي پیغام کې محمد اشرف غني هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکې له کابل د وتلو پر مهال یې میلیونونه ډالر له ځان سره وړي دي.