ذبیح ‌الله مجاهد: د پنجشېر ستونزه به حل شي؛ امریکایان دې افغانان وتلو ته نه هڅوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې دویمه خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل. ښاغلي مجاهد وویل، طالبانو د سفارتونو امنیت لپاره اقدامات کړي او له بهرنیو دیپلوماتانو یې وغوښتل چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د بهرنیو ځواکونو وتلو مودې غځېدو په هکله د بي بي سي پوښتنې ته ځواب کې ذبیح الله مجاهد وویل، طالبان غواړي هغه ټول کسان چې بهرني پاسپورټونه لري، د اګست ۳۱ تر ټاکلې مودې پورې له افغانستانه ووځي، خو په وینا یې دوی له هېواده د افغانانو وتلو 'پلوي ' نه دي.

نوموړي له افغانانو وغوښتل چې کورونو ته ستانه شي او دغه راز یې له امریکایانو هم غوښتنه وکړه چې (افغانان) د هېواد پرېښوولو ته 'و نه هڅوي '.

ښاغلي مجاهد وویل:

''موږ له امریکایانو وغوښتل چې د افغانانو تخلیه کولو بلنه پرېږدي. زموږ کدرونه به په بهرنیو هېوادونو کې په لومړنیو (ټیټو) کارونو بوخت شي. ''

نوموړي په داسې حال کې چې د دولت غړي نه دي اعلان شوي، له خدماتي ادارو وغوښتل چې خپل فعالیتونه پیل کړي.

هغه د بېلګې په توګه د افغانستان بانک یادونه وکړه او په وینا یې (نن یا سبا) به بانکونه فعالیت پیل کړي او سبا به اقتصادي راکړه، ورکړه پیل شي.

ښاغلي مجاهد دغه راز د پوهنې او لوړو زدکړو په هکله وویل چې تعليمي ادارې به فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د ښځینه کارکوونکو په هکله نوموړي وویل، د هغوی خوندیتوب لپاره تدبیرونه شوي او وروسته به خپلو دندو ته ستنې شي.

نوموړي دې لړ کې وویل:

''د ښځو برخه کې ځینې مسایل شته. موږ باید د خپل ځواک لپاره یوه کاري تګلاره چمتو کړو، چې ټول پوه شي له ښځو سره باید څه ډول چلن وشي. ''

خو ښاغلي مجاهد د دې مسایلو پر جزیاتو څه و نه ویل.

د پنجشېر ستونزه به حل شي

د طالبانو ویاند د "پنجشېر ستونزې" په هکله وویل چې دا یوه کوچنۍ ستونزه ده او هڅې روانې دي چې د خبرو له لارې حل شي. ښاغلي مجاهد وویل، طالبان جګړه پای ته رسېدلې بولي.

نوموړي زیاته کړه:

"په سلو کې اتیا سلنه چارې پر مخ تللې دي او ډاډه یم چې دا موضوع به له سوله ییزې لارې حل شي.''

د ملي پوځ په هکله ښاغلي مجاهد وویل، د دوی هڅې روانې دي چې پوځ بیا جوړ کړي.

د نوموړي په وینا سرتېري به بیا استخدام شي او پخواني وتلي کسان به هم بیا استخدامېږي.

د طالبانو ویاند د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده د ځای ځایګي یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، نوموړی به ډېر ژر ولیدل شي.

هر څه چې له شریعت سره سم وي، اجازه لري

د فلم جوړوونکو او هنرمندانو استازي پوښتنه وکړه، ایا موږ به د فعالیت اجازه ولرو؟

ښاغلی مجاهد وايي، راتلونکی نظام به د "شریعت احکامو" پر بنسټ کار کوي، هر څه چې له شریعت سره سم وي، اجازه لري.