تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وایي جهادي قومندان اسماعیل خان او د هرات ځینې چارواکي دې ډلې سره "یو ځای شوي"
هرات کې د طالبانو پر ضد د حکومت پلوه ولسي وسلوالو قومندان محمد اسماعیل خان او څو نور دولتي چارواکي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
وسلوال طالبان وايي، پر هرات د دې ډلې له ولکې وروسته هلته مشهور جهادي قومندان اسماعیل خان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان رحمان، د ظفر قول اردو قومندان نبي احمدزی او د هرات والي عبدالصبور قانع او د دې ولایت امنیت رییس حسیب صدیقي دې ډلې سره "یو ځای شوي دي".
دا ډله وايي، "دې کسانو ته یي ډاډ ورکړی چې خپل ارام او عزتمن ژوند ته دوام ورکړي. "
خواله رسنیو کې لاس په لاس کېدونکې یوه ویډيو هم ظاهراً ښیي چې اسماعیل خان د طالبانو د ولکې سیمه کې دی.
دې ویډيو کې له اسماعیل خان پوښتنه کېږي طالبانو خو به ورسره څه بد چلن نه وي کړی؟ نوموړی وايي، تراوسه یې د ورورګلۍ چلن ور سره کړی دی.
نوموړی بیا پوښتل کېږي چې څه احساس کوي؟ دی یې په ځواب کې وايي، دا پېښه ناڅاپي وه، ځکه څه ویلی نه شي.
مالومه نه ده چې دا ویډيو څنګه او څه وخت ریکارډ شوې ده.
طالبانو د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت مرکز ونیو. اسماعیل خان له څو اوونیو راهیسې دغه ولایت کې د طالبانو سره د جګړې لپاره د حکومت پلوه وسلوالو مشري کوله.
نوموړی د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال هم د جګړې بهیر کې د دې ډلې لخوا ونیول شو او کندهار کې ور سره بندي و، خو وروسته له بند په وتلو بریالی شو.
افغانستان کې د جګړې وروستی وضعیت
طالبانو د جمعې په ورځ د روزګان مرکز ترینکوټ او د غور مرکز فیروز کوه ښار او د لوګر مرکز پل عالم نیولو ادعا هم کړې.
د روزګان والي محمد عمر شېرزاد هم یوه ویډیو پیغام کې وايي، طالبانو ځايي مخور ور لېږلي او د عامه شتمني او ولس ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د جګړې نه کولو غوښتنه ترې کوي.
که څه هم دی وايي، له دې ډلې سره خبرې کوي او ګوري به چې پایله یې څه ده، خو طالبان وايي، چې والي سره له ټول امنیتي او ولسي پرسونل دې ډلې ته اوښتی دی.
نورو ولایتي او مرکزي چارواکو د طالبانو د وروستیو پرمختیاوو په هکله څه نه دي ویلي.
طالبانو جمعه سهار د لوګر پر ولایتي مرکز هم برید وکړ او د ولایتي زندان او امنیه قومندانۍ د نیولو خبره کوي. خوله رسنیو کې یوه ویډیو هم ظاهراً ښيي چې د لوګر له ولایتي زندان بندیان وځي.
اوس طالبان وايي، "د لوګر والي عبدالقیوم وفا له ټولو ملګرو سره ور تسلیم شوی دی او جګړه د استخباراتو په مرکز، د ځانګړې قطعې په مرکز او خضر بیس باندې روانه ده."
طالبانو تېره شپه د افغانستان سوېل ته تر ټولو مهم او د هېواد دویم ستر ښار کندهار هم ونیو.
تر کندهار نیولو مخکې طالبانو په لوېدیځ کې هرات او بادغیس او همدارنګه د هلمند لښکرګاه او غزني ښار باندې ولکه وکړه.
د وروستیو ولایتي مرکزونو نیولو سره طالبان دا مهال پر نږدې ۱۷ ولایتونو ولکه لري.
دې ډلې تېره میاشت د افغانستان سوېل ته کندهار کې سپین بولدک، هرات کې اسلام کلا او کندوز کې پر شېرخان بندر هم ولکه کړې چې له پاکستان، ایران او تاجکستان سره پر پوله پرتې سوداګریزې لارې دي.