مزار ته د ولسمشر غني سفر: د ولسي پاڅونوالو لپاره د همغږۍ مرکز چمتو کولو پرېکړه شوې

غني

د عکس سرچینه، Arg

د افغان امنیتي ځواکونو تر پوښښ لاندې په شمال زون کې د ولسي پاڅونوالو د همغږۍ مرکز چمتو کېږي. دا پرېکړه مزار شریف ښار ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال له نوموړي سره د یو شمېر سیاسي شخصیتونو په لیدنه کې شوې.

بل لور ته امنیتي ځواکونو تایید کړې، چې وسله والو طالبانو د کندوز ولایت هوايي ډګر نیولی او پر پامیر قول اردو یې هم بریدونه کړي دي. بل لور ته د افغانستان لوی درستیز له دندې ګوښه کړی شوی او د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قوماندان یې د هغه پر ځای ټاکلی دی.

ولسمشر مزار شریف ته له رسېدو سملاسي وروسته د حالاتو ارزونې په پار بلل شوې غونډه کې ګډون کړی.

مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، جمعه خان همدرد او عطا محمد نور له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي او د زون پر امنیتي وضعیت یې خبرې کړې دي.

د ارګ مرستیال ویاند محمد امیري وايي، امنیتي ځواکونه به د ولسي پاڅون په ملتیا شمال زون کې تصفیوي عملیات کوي چې په وینا یې د وسله والو ځواکونو په چوکاټ کې به فعالیت کوي:

''د همغږۍ دا مرکز به دنده لري چې ولسي پاڅون کوونکي سره ټول کړي. د دوی تجهیز کولو او اکمالاتو لپاره یې اړینه همغږۍ ترسره کړي. همدارنګه د وطن دفاع او مبارزې لپاره د دې ځواکونو د سوق او ادارې برخه کې او له امنیتي ځواکونو سره د مرستې او همغږۍ برخه کې به کار کوي. ''

د ښاغلي غني د نورو ولایتي سفرونو برعکس چې د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح به ورسره و، دا ځل ښاغلی غني مزار ته یوازې تللی و.

مارشال عبدالرشید دوستم، وروسته له هغه شمال ته سفر کوي چې ټاټوبی یې د شبرغان ښار طالبانو نیولی دی. نوموړي مزار کې خبریالانو ته وویل چې طالبان به وځپي:

''طالبان هیڅ پند نه اخلي څو ځله شمال ته راغلل په دام کې ولوېدل. دا ځل هم د خدای په هیله، له شماله وتل څه آسانه کار نه دی. ''

د امنیتي وضعیت کنترول لپاره تازه مانور په داسې حالت کې چمتو کېږي چې طالبانو د کندوز هوايی ډګر نیولی او پر ۲۰۱۵ پامیر قول اردوی یې هم بریدونه کړي دي.

غني

د عکس سرچینه، Arg

په شمال ختیځ کې د پامیر قول اردو قوماندان عباس توکلي بي بي سي ته وویل، په نښتو کې لسګونه طالبان او د حکومتي ځواکونو څلور کسان ووژل شول. نوموړی وايي، یو شمېر ولسي پاڅوانوال پر هوايی ډګر د برید پر مهال طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د افغانستان له سویل څخه هم راپور ورکړل شوي چې طالبانو د ارزګان په مرکز ترینکوټ برید کړی خو د حکومت او ولسي پاڅونوالو له خوا شنډ شوی.

رپوټونو کې ویل شوي، فراه کې طالبانو د امنیه قوماندانۍ او د والي د دفتر تر نیولو وروسته نن د ملي امنیت ریاست تر خپل کنترول لاندې راوست.

د فراه د ولایتي شورا مشر بي بي سي ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه د پوځ یوه قرارګاه او هوايي ډګر کې ځای په ځای شوي دي.

په فاریاب ، کندهار ، غزني ، لوګر، میدان وردګ او ځینو نورو سیمو کې د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فیض آباد او پلخمري په نیولو سره، اوس طالبان د لسګونو ولسوالیو په ګډون لږ تر لږه نهه ولایتي مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې لري.