افغانستان کې جګړه؛ طالبان د فراه د مرکز نیولو ادعا کوي، ملکي تلفاتو ته اندېښنې ډېرې شوې

فراه

وسله وال طالبان ادعا کوي چې د افغانستان په لوېدیځ کې یې د فراه ولایت مرکز نیولی دی. ځايي سرچنیې د یاد ولایت په مرکزي ښار کې سخته جګړه تاییدوي. د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، وسله والو طالبانو د فراه مرکز نیولی او د والي دفتر هم د دوی په ولکه کې دی.

نوموړي داسې تصویرونه خپاره کړي چې وسله وال طالبان پکې د فراه ولایت مقام مخې ته لیدل کېږي. دولتي سرچینو د فراه ولایت مرکز سقوط نه دی تایید کړی.

بل لور ته د فراه امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو څانګې مشر فاروق حضرتي رسنیو ته په یوه استولي غږیز پیغام کې ویلي، امنیتي ځواکونه له طالبانو سره ''مقاومت کوي. ''

نوموړی وايي، د ښار مرکز د دوی په لاس کې دی او د وسله والو طالبانو تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

له دې مخکې په دغه ولایت کې ځينو سرچینو بي بي سي ته منلې وه چې طالبان د ښار په یو کیلو مترۍ کې دي او سخته جګړه روانه ده.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني بي بي سي ته وویل چې طالبانو پر فراه ښار پراخ برید کړی او امنیتي ځواکونه ورسره په جګړه دي.

''طالبان له څو ولایتونو دلته راغلي دي. د هرات له شینډنډه، نیمروز، هلمند او خپله د فراه طالبان. خو ډېر طالبان د ایران او افغانستان تر منځ د سرحدونو له شاوخوا راغلي، دا هغه افغانان دي چې هلته وو او د ایران له سپاه پاسداران سره همکار وو او د هغوی کسان وو، له ډېرو عصري او پرمختللو وسلو سره راغلي او اوس د رېګي، حیدر قلی او سنګ زور چې له ښار سره په څنګ کلی دی، له دې اړخه په سخته جګړه کې ښکېل دي.''

ښاغلی حسیني وايي چې بازار بند دی او خلک له وېرې له کورونو نه راوځي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې په ډېرو ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده. د هېواد په ګڼو شمالي ولایتونو کې هم سختې جګړې دي.

په بلخ کې د جګړو له ډېروالي سره د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان هم بدل شوی.

طالبانو ادعا کړې چې په دهدادي ولسوالي او کود برق سیمه کې یې پرمختګ کړی، خو دولتي سرچینو دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي دي چې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده

د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا ICRC د اوسني وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي دي، د کندوز، لښکرګاه، کندهار او نورو ښارونو په شاوخوا کې د جګړو له پراخېدو سره سلګونه زره وګړي له خطر سره مخ دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د دغې کمېټې مشر ایلوا فیلیون وايي، په تېرو ۱۰ ورځو کې د دوی ۱۵ روغتیايي مرکزونو ته د جګړې له امله ۴۰۴۲ تنه ژوبل شوي وروړل شوي دي.

هغه د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي چې په بېړنۍ توګه د ملکي وګړو، زېربناوو او روغتونونو خوندیتوب ته پام وکړي.

''په افغانستان کې له تېرو شپږ میاشتو راپدې خوا جګړې زیاتې شوې دي او اوس تر ښارونو رسېدي دي. موږ د کورونو د ویجاړېدو، د روغتیايي کارکوونکو او ناروغانو په خطر کې اچولو، د روغتونونو او دغه راز د اوبو زېربناوو زیانمنېدو شاهدان یو. په ښارونو کې له چاودېدونکو وسلو بې پروا ګټه اخیستنه پراخ اغېز پر ملکي خلکو غورځوي. د هاوان او راکټ مرمۍ له توپیر پرته د ملکي وګړو په کورونو لګېږي. ډېرې کورونۍ د امن ځای پیدا کولو لپاره له تېښتې پرته بله لاره نه لري. دا وضعیت باید پای ته ورسېږي.''

د سره صلیب کمېټې مشر وايي، د کندوز، لښکرګاه او نورو ښارونو په جګړو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي ژوبل شوي او اوس مهال روغتونونو ته د زیان اوښتو او د روغتیايي کارکوونکو د کمښت له امله روغتیايي مرکزونه تر سخت فشار لاندې دي.

دغې ادارې ویلي دي چې په ځينو ولایتونو کې د اوبو او برېښنا سیستم هم پرې شوی دی.

سره صلیب له ښکېلو اړخونو غوښتي چې دوی او افغانې سرې میاشتې ته اجازه ورکړي چې زیانمن او ژوبل په خوندي توګه ولېږدوي.

وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د ماشومانو د حقونو د نقض او مرګژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې روان وضعیت دغې ادارې ته ټکان ورکړی.

د دغې ادارې د مالوماتو پر اساس، په تېرو ۳ شپو او ورځو کې ۲۷ ماشومان په نښتو کې وژل شوي او له ۱۳۰ ډېر ژوبل شوي دي.