د افغانستان دفاع وزارت: امریکايي بي-۵۲ الوتکو شبرغان کې پر طالبانو بمباري کړې

رسمي سرچینو د شبرغان ښار سقوط منلی دی. شبرغان دویم ښار دی چې د طالبانو لاس ته لوېږي.د کندهار، هلمند، بدخشان او بلخ له ولایتونو څخه هم د جګړو او تاوتریخوالي ریپوټونه ورکړل شوي دي.

بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان په یوه ټویټر پیغام کې ادعا کړې چې د امریکا هوايي ځواک د بي - ۵۲ ډوله الوتکو نن ماښام د شبرغان په شاوخوا کې طالبان په نښه کړي چې د ښاغلي امان په وینا له ۲۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر تجهیرات یې له منځه تللي دي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ- سنټګام ویاند نیکول فیرېرا د بي بي سي یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویليو د امریکايي جنګي الوتکو د بریدونو په اړه مشخص ځواب نه لري خو "امریکايي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د خپلو افغان همکارانو په دفاع کې ځینې هوايي بریدونه کړي".

وسله والو طالبانو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي و چې د دغې ډلې غړو نن شنبه ماسپښین مهال د جوزجان ولایت د والي دفتر، امنیه قومنداني او د ملي امنیت ریاست په خپل لاس کې اخیستي دي.

هغه زیاته کړې چې افغان امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي له ښاره وتلي دي.

له شبرغان ښار څخه د طالبانو لخوا په خپرو شویو ویډوګانو کې ښکاري چې طالبانو د دغه ولایت پر زندان برید کړی دی او زندانیان ورنه تښتېدلي.

رسمي سرچینو د شبرغان ښار د مهمو سیمو د سقوط خبره منلې ده او ویلي یې دي چې د دغه ولایت والي، امنیه قومندان او امنیتي ځواکونه له ښاره وتلي دي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف بي بي سي ته وویل چې امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي د ښار په یوه بله څنډه کې ځای پر ځای شوي او لا هم جګړه روانه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې طالبانو نن د شبرغان ښار په څو برخو درانه بریدونه کړي دي او د ښار ځینو برخو ته دننه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي، امنیتي ځواکونه به د ولسي پاڅونوالو او تازه دمو ځواکونو په مرسته وتوانېږي چې شبرغان ښار بېرته ونیسي.

د افغانستان په شمال کې د شبرغان ښار په تېرو ورځو کې د طالبانو لخوا محاصره وو. د جوزجان ولایت مرکز په تېرو دوو ورځو کې دویم ولایت شو چې د طالبانو لاس ته لوېږي.

د جوزجان په ګاونډ کې له بلخ ولایت څخه هم پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د هوان مرمیو د برید ریپوټونه ورکړل شوي دي.

د بلخ ولایت د دهدادي ولسوال سید مصطفی سادات وايي چې د هاوان ځينې مرمۍ د ملکي خلکو پر کورونو لګېدلې دي چې تلفات نه لري.

ها خوا په شمال ختيځو تخار او بدخشان ولایتونو کې هم د سختو جګړو ریپوټونه ورکړل شوي دي. د تالقانو ښار په شاوخوا سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.

په بدخشان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي چې په فیض آباد کې د جګړو له امله ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

دغه راز د ۳۰ طالبانو د وژلو او یو شمېر نورو د ژوبلولو خبر هم ورکړل شوی دی.

په سویلي ولایت کندهار کې ۲۰۵ اتل قول اردو ویلي دي چې د ډنډ، میوند او تخته پل ولسوالیو تر څنګ د ۱۵ حوزې په سیمه کې امنیتي ځواکونو هوايي او چاڼیز عملیات پیل کړی دي.

په ګاونډي ولایت کې هلمند کې یې هم د درنو جګړو ریپوټونه ورکول کېږي. دواړو خواوو یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې هم کړې دي خو دغه ادعا ګانې په خپلواکه توګه نه دي منل شوې.

امریکايي او بریتانوي اتباعو ته د سملاسي وتلو سپارښتنه

افغانستان کې جنګ جګړو او تاوتریخوالي ډېرېدو ته په کتو امریکا او بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په سملاسي ډول له افغانستانه ووځي.

کابل کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته ویلي چې ځانونه دې د سوداګریزو الوتنو له لارې له افغانستانه وباسي، ځکه امنیتي وضعیت او د کارکوونکو شمېر کمېدو ان کابل کې له خپلو وګړو سره د دغه سفارت لخوا د مرستې وړتیا خورا محدوده کړې ده.

له دې سره د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې خرابېدونکي امنیتي وضعیت ته په کتو دې هر څه ژر له افغانستانه ووځي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې هم راغلي چې بریتانیايي وګړي دې د مرستې د وړتیا محدودیت ته په کتو د بېړني ایستلو پلان ته نه منتظرېږي.

امریکا او بریتانیا داسې مهال افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله خپلو اتباعو ته د وتلو سپارښتنه کړې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبورا لیونز پرون (جمعه) د دغه سازمان امنیت شورا کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډې ته وویل افغانستان کې جګړه نوې پړاو ته ننوتې او دا هېواد له خطرناک وضعیت سره مخامخ دی.