دفاع وزارت: د بلخ کلدار ولسوالۍ مو بېرته ونیوله، طالبان: عملیاتي قوه په شا تمبول شوې

افغان ځواکونه

د عکس سرچینه، MoDA

د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي پاڅونوالو په ملاتړ د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ کې یې د دې ډلې پر ضد چاڼیز عملیات ترسره کړي او یاده ولسوالۍ یې بېرته نیولې ده.

له دغه وزارته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې لسګونو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې او له دې ولسوالۍ 'تښتېدلي" دي.

اعلامیه زیاتوي له طالبانو په بشپړه توګه د کلدار ولسوالۍ د پاکېدو په موخه د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو چاڼیز عملیات په چټکۍ سره دوام لري.

له دې سره د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل هم بي بي سي ته ویلي چې امنیتي ځواکونه نن غرمه مهال د کلدار والسوالۍ مرکز ته ننوتل.

هغه وايي دمګړۍ د دې ولسوالۍ په لرې پرتو سمیو کې جګړه روانه ده.

طالبانو تر اوسه دا نه ده تائید کړې چې کلدار ولسوالۍ دې یې له لاسه وتلې وي، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې د دې ولسوالۍ جوی جدید سیمه کې د دولت عملیاتي قوه ځپل شوې او بېرته په شا "تښتېدلې" ده.

نوموړی وايي دغو نښتو کې ۱۹ سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم د دوی لاس ته کېوتي دي.

خو د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند د کلدار ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیاتو کې یوازې د یوه سرتېري د وژل کېدو او دوه نورو ټپي کېدو خبره تائید کړې.

کلدار والسوالۍ د مزار شریف ښار د شمال په ۱۲۵ کیلومترۍ کې له تاجکستان او ازبکستان سره پر پوله پرته ده.

دا والسوالۍ پر امو سیند سربېره له خُلم او شورتیپه ولسوالیو سره هم پوله لري.

د سقوط شویو سیمو د بېرته نیولو هڅې

افغان ځواکونه

د عکس سرچینه، MoDA

د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د هغو سیمو او ولسوالۍ د بېرته نیولو هڅې چټکې کړې چې په تېرو نژدې دوو میاشتو کې یې له لاسه وتلې دي.

ګډ افغان امنیتي ځواکونه د هېواد مختلفو سیمو کې د سیمه ییزو پاڅونوالو په ملاتړ د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو او د طالبانو د پرمختګونو د مخنیوي لپاره هوايي او ځمکني عملیات کوي.

په دې لړ کې دفاع وزارت تازه په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د شنبې او یکشنبې ورځو ترمنځ یې په کونړ، کندهار، هرات، فراه، فاریاب، سمنګان، هلمند، نیمروز، تخار، کندوز او کاپیسا ولایتونو کې په ځوابي هوايي بریدونو او مخامخ نښتو کې ۸۹ طالبان وژلي او ۸۲ نور ټپي کړې دي.

طالبانو د حکومت لخوا دوی ته د مرګژوبلې اړولو د دې تازه ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې د مرګژوبلې هغه ارقام له مبالغې ډک بللي چې دفاع وزارت یې هره ورځ خپروي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وړمه ورځ ویلي وو، د افغان امنیتي ځواکونو لومړۍ دنده دا ده چې د طالبانو د پرمختګونو د چټکتیا مخنیوی ډاډمن کړي او بیا د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره لاس په کار شي.

جنرال اسټن زیاته کړې وه، دی باورمن دی چې افغان ځواکونه د پرمختګ ځواک او وړتیا لري، خو "باید وګورو چې څه کېږي."