تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور تښتول شوې او شکنجه شوې ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل لور سلسله علي خېل پرون ناپېژاندو وسله والو تښتولې او شکنجه کړې ده.
ویل شوي چې سلسه علی خېل له تښتوونکو سره له دریو ساعتونو وروسته خوشې شوې او اوس يې درملنه کېږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار او په پاکستان کې د افغانستان سفیر د لور د اختطاف په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سخت اعتراض مراتب ورته اعلان کړل. ''
اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د خپلو دیپلوماتانو، د هغوی د کورنیو او د سیاسي او قونسلي استازیو د کارکوونکو د امنیت او خونديتوب په اړه هم اندېښنه ښودلې.
د اسلام آباد پولیسو پېښه منلې او ویلي يې دي چې په دې اړه پلټنې کوي.
د اسلام اباد پولیسو په وینا سلسله علې خېل د پلازمېنې په بلیو ایریا سیمه کې له بازاره کور ته په یوه ټیکسي ګاډي کې ستنېده چې په ګاډي کې یو بل کس په زور ورسره کیناست او له بې هوښه کولو وروسته یې هغه وتښتوله.
د ځايي پولیسو په وینا وروسته اغلې سلسله له ځايي وخت سره سم ماښام پنځه یا شپږ بجې د پلازمېنې یوه بله سیمه کې په داسې حال کې په هوښ راغلې، چې لاس، پښې یې تړل شوي وو او د پنځوسو روپیو له یوه نوټ سره په یوه پیغام کې ورته لیکل شوي و '' بل ځل ستا نوبت دی ''.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت او اړوند ادارو ته امر کړی چې ژر تر ژره د پېښې په هکله پلټنه وکړي او په ۴۸ ساعتونو کې ده ته رپوټ ورکړي.
د لومړي وزیر له لوري خپاره شوي بیان کې ویل شوي، له افغان سفیر او کورنۍ سره یې تماس کې دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له لوري ویل شوي، اسلام اباد پولیسو د پېښې پلټنه پیل کړې، د یاد وزارت چارواکي او د اړوند امنیتي ادارو کسان له افغان سفیر سره اړیکه کې دي او نوموړي ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.
له دې مخکې اسلام اباد پولیسو وویل، د کوهسار سیمې پولیسو مرکز له لوري د پېښې پلټنې لپاره یوه پلاوی د پېښې ځای ته استول شوی او په سیمه کې د لګېدلو امنیتي کمرو ریکارډ هم کتل کېږي.