تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بادغیس کې جګړه؛ دفاع وزارت وایي طالبان یې له قلعه نو ښاره ایستلي دي
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د بادغیس ښار مرکز قلعه نو ښار یې له طالب وسلوالو پاک کړی او دې ډلې ته یې په جګړه کې درنه مرګژوبله ور اړولې ده.
یاد وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د امنیه قومندانۍ، ملي امنیت ریاست او د ولایتي زندان ودانۍ اوس بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم پر خپله ټوېټر پانه لیکلي چې افغان ځواکونو قلعه نو ښار کې ګزمه پیل کړې او طالبان له ښاره 'تښتېدلي دي '.
د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته وویل، د دوی وسلوالو قلعه نو ښار ته د ننوتلو نیت نه درلود، خو دا چې افغان امنیتي ځواکونه له ښاره وتلي وو نو طالبا د 'چور چپاول د مخنیوي لپاره ښار ته بې له جنګه داخل شول '.
نوموړي همدا راز وویل، ولایتي محبس هم قلعه نو ښار ته د طالبانو له ورننوتلو وړاندې مات شوی و. دی ادعا کوي چې یو شمېر عکس او قومندانان هم له طالبانو سره یو ځای شول.
چارشنبه سهار د بادغیس والي حسام الدین شمس ویلي وو، طالبانو د دغه ولایت ټولو ولسوالیو تر نیولو وروسته د ولایتي مرکز قلعه نو ښار ته نفوذ کړی او اوس په ښار کې جګړه روانه ده.
خواله رسنیو کې انځورونه او ویډیووې ښيي، چې طالبانو د قلعه نو مرکزي زندان هم نیولی او ټول بندیان یې خوشي کړي دي.
د بادغیس والي وایي، ښار ته چې طالبانو نفوذ وکړ، ښايي د نفوذي کسانو په مرسته یې د زندان کولپ مات کړی وی، خو امنیتي ځواکونه سملاسي لاس په کار شول:
د هغه په وینا، تر نوي سلنه بندیان محبس ته ستانه کړل شوي او هڅه روانه ده چې ټول را ستانه کړل شي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاری چې طالب وسلوال پر موټر سایکل سپاره ښار ته ننوځي.
په ورته وخت کې د دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي یوه پیغام کې ویلي، د جګړې سختي درکوي: "دا لومړی ځل نه دی چې افغان ولس له یوه سخت پوځي پړاو تېرېږي. اوس هم حساس او برخلیک ټاکي پړاو کې یو. "
هغه وايي، ولس ته ډاډ ور کوي چې افغان امنیتی ځواکونه او حکومت پلوه ولسي وسلوال خپل ټول ځواک او امکاناتو سره "په هر ډول شرایطو کې له افغانستان او افغانانو دفاع کوي. "
طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي، خو سهار یې ادعا کړې وه چې د قلعه نو د امنیت امر او د ابکمري ولسوال او نورو قومندانانو په ګډون د اردو، پولیسو او حکومت پلوه وسلوالو تر دوو سوو غړي دې ډلې ته واوښتل.
د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیک هم دا خبر تایید کړی چې تر دوو سوو افغان سرتېري طالبانو سره یو ځای شوي دي.
طالبانو نن چارشنبه د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم د ځینو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده، خو افغان امنیتي چارواکو یې په اړه لا څه نه دي ویلي.
نږدې دوه میاشتې مخکې له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړل.
پرون د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وویل، له اتیا ډېرې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
طالبان ادعا کوي چې مختلفو ولایتونو کې یې تر ۱۶۰ ډېرې ولسوالۍ نیولې دي، خو دا لومړی ځل دی چې په تازه جګړو او ناامنیو کې طالبان د یوه ولایت مرکز ته هم ننوځي.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې یې لغمان، لوګر، پکتیکا، غزني، کندهار، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، هلمند، نیمروز، بدخشان، کندوز او کابل ولایتونو کې ۲۳۹ طالبان وژلي او ۱۵۷ نیولي دي.
'یوه اونۍ کې مو له طالبانو ۱۴ ولسوالۍ بېرته نیولې'
د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري کابل کې خبریالانو ته د روان وضعیت په اړه خبري غونډه کې وویل، د روان وضعیت په اړه سیاستوالو او خلکو ملاتړ لري او د وضعیت کنټرولولو لپاره هڅې روانې دي.
ښاغلي شینواري وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېره یوه اونۍ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۷۸ ګډ عملیات کړي چې په پایله کې یې ۲۳۶۷ طالبان وژل شوي، ۱۴۱۲ نور ټپیان شوي او په ۱۴ ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې دي.
وسله والو طالبانو ظاهراً د ښاغلي شینواري دې ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.