د افغانستان لوی څارنوال: رسنۍ دې د قانون په چوکاټ ‌کې ملي ګټې پام کې ونیسي

د افغان حکومت یو شمېر وزیرانو او لوی څارنوال افغانستان کې د رسنیو د خپرونو د کیفیت ښه والي او فعالیت د قانوني کولو په تړاو د ځینو رسنیو له استازو سره په مشورتي غونډه کې پر رسنیو غږ وکړ چې د قانون په چوکاټ کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي.

لوی څارنوال ذبیح الله کلیم سې شنبه دې ناسته کې وویل، هغه رسنۍ چې د ملي ګټو ضد فعالیتونه کوي، دا کار یې په نافذه قونینو کې جرم ګڼل کېږي او له دوی سره په ښکاره د جدي چلن سپارښتنه کېږي.

د رسنیو له استازو سره دې مشورتي غونډه کې پر لوی څارنوال سربېره د عدلیې، حج او اوقافو، اطلاعتو او فرهنګ او ښځو چارو وزیرانو او سرپرستانو ګډون درلود.

په غونډه کې لوی څارنوال ذبیح الله کلیم وویل، د رسنیو اهمیت ته په کتلو هر هېواد د رسنیو د ملاتړ او د خپل حریم د ساتلو قوانین لري او د رسنیو د سرغړونې او عامه ذهنونو د مغشوشولو پر وړاندې هم یو لړ قوانین لري چې افغانستان ترې مستثنا نه دی.

ښاغلي کلیم د حکومت د رسنیو مرکز کې دې غونډې ته وویل: "د وینا د ازادۍ او رسنیو ټول اړوند قوانین په ټولنه کې د رسنیو د معنادار حضور او اړتیا لپاره جوړ شوي، خو دا قوانین داسې حساس مواد هم لري چې د سرغړونې په صورت کې جزايي مسئولیت لرلی شي. د هېواد نافذه قوانین د هغو دروغو، بې اساسه ګنګوسو او یو اړخیزه خبرونو خپرول چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او لویو ملي ګټو ته زیان رسوي، جرم ګڼل کېږي چې سرغړوونکو سره به یې جدي چلن کېږي."

غونډې ته د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د ۱۳۴۴ کال نافذ شوي قانون کې د بیان د ازادۍ د ضمانت او په تېرو دوو لسیزو کې د وینا د ازادۍ د رول په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي معنوي وویل: "روان وضعیت له موږ ټولو غواړي چې زموږ هر څوک چې هر رول لوبوي دا ایجابوي د خپل نظام او وطن د ساتلو لپاره کار وکړو، چې مهمترین رسالت د رسنیو چلوونکو پر غاړه دی‎، په اساسي قانون کې هم هر وګړی د خپل هېواد د ساتلو مسئول دی".

ده وویل، په هر نظام کې پوځي پټ رازونه باید پټ وساتل شي، "زموږ سرې قانوني کرښې باید وساتل شي. خبر رسول یو اصل دی، خو زموږ ملي ګټې ډېرې مهمې دي، چې باید د اصلي کرښو په سترګه ورته وګورو".

د رسنیو د فعالیت په تړاو دې ناستې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي‌زاده په هېواد کې د ۳۵۷۷ رسنیو فعالیت او اغېز ته په اشاره وویل، رسنۍ هر ډول بدلون راوستلی شي، چې تر ټولو ښه بېلګه یې د تېرو شلو کلونو فعالیت دی او د رسنیو د ازادۍ برخه کې زموږ هېواد د سیمې په هېوادونو کې بې ساری دی.

"رسنۍ اپوزیسیون نه دي"

ښاغلي وفايي زاده وویل، رسنۍ باید د هېواد د راتلونکې په اړه د وېرې خپرولو او لویولو کار مخته بونه ځي، افغانستان کې د مطبوعاتو نظام باید د مسلکي اخلاقو اصول مراعات کړي او ملي ګټو ته ژمن پاتې شي.

هغه د "سولې خبریالۍ" دودولو وړاندیز وکړ چې په وینا یې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو له کبله افغانستان کې د تاوتریخوالي کلتور ډېر شوی دی: "ټول افغانان سولې ته د رسېدو هیله لري. رسنۍ باید د سولې له خبریالۍ په ګټه اخیستو خپل مهم رول ولوبوي". ‌

په پای کې د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون مشر ضیاء بومیا وویل، اوسني وضعیت د خبریالانو په ګډون ټول افغانان اندېښمن کړي، خو پر حکومت یې نیوکه دا وه چې "د رسنیو په توګه موږ هېڅکله په تېرو ۲۰ کلونو کې د حکومت پروړاندې اپوزیسیون نه دی جوړ کړی، وزیرانو نیوکې لرلې، هرڅوک چې ناسم خبر خپور کړي تاسو ولاړ شئ قضیه یې د رسنیو د سرغړونې کمیسیون ته راجع کړئ."

ښاغلي بومیا وویل، له افغان حکومت یې غوښتنه دا ده - لکه قانون چې صریح ویلي - هغه رسنۍ چې د ملي ارزښتونو پروړاندې خپرونې کوي، پروړاندې یې ګام واخلي. "موږ هم هغه خبریالان نه غواړو چې ملي او اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، چې له موږ سره وي".‌

د رسنیو له استازو سره د حکومت د جګپوړو چارواکو دا مشورتي‌ ناسته په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان بېلابېلو برخو کې جګړې زور اخیستی او دواړه خواوې تر خپله وسه هڅه کوي‌چې په رسنیو کې هم خپله پوځي برلاسي ښکاره کړي.‌

وسلوال طالبان هره ورځ‌ د نویو ولسوالیو او افغان امنیني چارواکي دې جګړو کې هره ورځ‌ د لسګونو او ان سلګونو طالب وسلوالو د وژلو ادعاوې کوي.‌

په ځینو مواردو کې جګړه کې د ښکېلو غاړو چوپتیا او یا سیمه کې د مخابراتي شبکو نشتون له کبله د رسنیو لپاره د دې ادعاو تائیدوول ګران،‌ بلکې ان ناشونې وي.