تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا پخوانی لوی درستیز: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل لويه تېروتنه ده
د بریتانیا پخوانی لوی درستیز لارډ ډېویډ ریچرډز، چې له ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۷ میلادي کال پورې یې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشري هم کړې، له بي بي سي سره په خبرو کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل یوه جدي تېروتنه وبلله.
نوموړی وېره څرګندوي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به دغه هېواد کې یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل شي. ښاغلی ریچرډز وايي:
''فکر کوم چې دا د لوېدیځ د لویې تګلارې لپاره خواشینوونکې شېبه ده، موږ خپل سالم قضاوت له لاسه ورکړی، هغه هېواد چې موږ ورسره لویې ژمنې کړې وې، فکر کوم چې له بده مرغه اوس تقریبا له کورنۍ جګړې سره مخامخ دی، دا احتمال هم شته چې طالبان به یو ځل بیا هغه ځای بېرته خپل کړي چې په ۲۰۰۱ کال کې یې درلود، د هېواد لوی ښارونه او ډېرې سیمې به ونیسي ''.
ښاغلي ریچرډز دغه څرګندونې داسې مهال وکړې چې پرون امریکايي ځواکونو د بګرام پوځي اډه هم افغان حکومت ته وسپارله او په پام کې ده چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر یولسمې نیټې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.
د برتانیا پخواني لوی درستیز هغو هېوادونو ته چې په تېرو څو کلونو کې یې افغانستان کې حضور درلود خبرداری ورکړی چې د ده په وینا له افغانستانه د پلان شویو داسې بریدونو لپاره چمتو اووسي چې په خبره یې امریکا کې د ۲۰۰۱ کال سپتمبر د یولسمې نېټې په څېر به وي.
د یادونې ده چې د سپتمبر ۱۱ بریدونه القاعده ډلې پلان کړي وو، چې هغه وخت یې مرکزونه په افغانستان کې وو. د امریکا متحدو ایالتونو کې د هغو بریدونو له کبله نژدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.
وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونو افغانستان ته لاړل او په دغه هېواد کې یې د طالبانو حکومت نسکور کړ، چې له ۱۹۹۰ کاله واکمن وو.
د بریتانیا پخوانی لوی درستیز لارډ ډېویډ ریچرډز په دې هکله وايي:
''له هغه مهاله راهیسې چې موږ افغانستان ته لاړو یو ترهګر برید هم پلان او عملي شوی نه دی، دا یو حقیقت دی چې استخباراتې ټولنې هم تایید کړی دی. موږ به له دې وروسته افغانستان کې بې ثباتي ووینو، که په ټول هېواد کې نه وي نو په ډېرو سیمو کې به بې ثباتي وي او له همدغه ځایه شونې ده چې ناوړه ترهګرې ډلې بیا وغوړېږي او پلانول به پیل کړي. زه فکر کوم که داسې کېږي نو پرېږدئ چې د هغو مشرانو وجدان اغیزمن کړي چې ونه توانیدل او جراات یې ونه کړ چې یو څه زیاته موده په افغانستان کې پاتې شي. ''
ښاغلي ریچرډز زیاته کړه چې په افغانستان کې له یو څه ډېر وخت تېرولو سره نړیوالې هڅې بریالۍ کېدای شوې خو په وینا یې ځیني حکومتونه و نه توانیدل چې له اړتیا سره سم سرچینې برابرې کړي.
بل لور ته د جمعې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل ''له خپلو متحدینو سره یو ځای منطقي وتل '' وبلل او په وینا یې دې کې ''هېڅ غیر عادي خبره نه شته ''.
خو پر همدې موضوع د خبریالانو له ټینګار وروسته ښاغلي بایډن وویل:
''زه د افغانستان په هکله بلې هېڅ پوښتنې ته ځواب نه وایم. ''
د بریتانیا پخواني لوی درستیز دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکا غواړي خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او د افغانستان امنیت چارې د دغه هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپاري.