تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي ورځ؛ ډېری قربانیان ښځې دي
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
جنسي تاوتریخوالی په تېره په جګړو کې یو نړیوال کړکېچ دی چې د ملګرو ملتونو سازمان د پام وړ دی او د افغانستان په ګډون په جګړه ځپلو هېوادونو کې د جګړو له زیاتېدو سره د لا اندېښنې وړ مسئله شوې.
ملګري ملتونه هر کال د جون ۱۹ مه ورځ په جګړو او شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه د عامه پوهاي لپاره نمانځي.
د ملګرو ملتونو سازمان د تعریف له مخې په جګړو او شخړو کې جنسي تاوریخوالی جنسي تېري، جنسي غلامي، په زور مېندواري، په زور د ماشوم زیانول، د مېرمنو شنډول، په زور واده او له ښځو، ماشومانو، او سړیو سره هر ډول جنسي تاوتریخوالي ته ویل کېږي چې په مستقیمه او یا نا مستقیمه توګه له جګړې یا تاوتریخوالي سره اړیکه ولري.
دغه راز دا اصطلاح د هغو وګړو لپاره هم کارول کېږي چې په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي لپاره تښتول شوي وي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او له دې سره همهاله د جګړو له زیاتېدو سره په دغه هېواد کې د جنسي تاوتریخوالي په تړاو یو ځل بیا اندېښنې زیاتې شوې دي.
د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، په دغه هېواد کې د تېرو ۲۰ کلونو په جګړو کې جنسي تاوتریخوالی وو، خو د هغه په خبره د نویمو لسیزو او هغه ډول چې په ځينو نورو هېوادونو کې په سیستماتیکه بڼه پېښې شوې هغسې نه دی.
خو ښاغلي لعل اندېښنه وښوده چې که د سولې مذاکرات پایله ور نه کړي ښايي په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي کچه لوړه شي:
''که جګړې زور واخلي او ښکېل اړخونه د سولې لار نه خپلوي، نو طبیعي ده، چې خدای مکړه بیا د نویمو کلونو حالت ووینو، موږ سره اندېښنه دا ده چې یو بشري ناورین رامنځته نه شي، ښکېل اړخونه باید احتمالي ګواښونو ته پام وکړي او جګړې ته زور ورنه کړي، ځکه جګړه د حل لار نه ده. ''
د ښځو حقونو فعاله مرسل سیاس وايي، په افغانستان کې د جګړو پر مهال ښځې او ماشومان د ډول ډول جنسي تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
''موږ که له هغو کسانو سره کېنو چې د جګړو شاهدان وو، اورو چې څومره ښځې په جګړو کې د زور زیاتي ښکار شوې، تښتول شوې او بیا یې هېڅ معلومات نه شته یا بیا له داسې ځایونو موندل شوې چې ناوړه جنسي ګټه ترې اخیستل کېده، نو په جګړو کې ښځې له داسې تاوتریخوالي سره مخامخېږي، چې له سړیو سره توپیر لري. ''
ویل کېږي چې په افغانستان کې ډېری هغه قضیې په سر نه دي رسېدلې چې په جګړو کې په جنسي تاوتریخوالي پورې اړوند دي، یا ځينې قربانیان له وېرې او شرمه هم دا ډول موضوعات نه ثبتوي.
د ملګرو ملتونو غبرګون
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتیرڅ په شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، نشو کولای دې ته اجازه ورکړو، هغه جنایت چې پخوا نه رپوټ کېده پوښلی پاتې شي. هغه ټینګار کړی چې د دا ډول تاوتریخوالي عاملان باید په سزا ورسېږي.
ښاغلي ګوتیرڅ د تېر کال دغې ورځې په مناسبت ویلي وو چې په جګړو کې جنسي تاوتریخوالی د ټولو نړۍ امنیت ته ګواښ او د انسانیت پر لمن داغ دی.
د هغه په پیغام کې دغه راز راغلي چې له جنسي تاوتریخوالي په جګړو کې د تکتیک په توګه ګټه اخیستل کېږي چې د خلکو په منځ کې وېره خپره شي او ټولنې بې ټیکاوه شي.