سعودي کې د افغان او پاکستاني عالمانو ناسته؛ ګډونوالو د افغان سولې بهیر ملاتړ وکړ

د سعوودي عرب په مکه کې د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو لومړنۍ ګډه غونډه د سولې له بهیره د ملاتړ او د ګډ کار هوکړه لیک سره پای ته ورسېده.

دا یوه ورځنۍ غونډه نن پنجشنبه د (رابطه عالم الاسلامي) سازمان په نوښت او د سعودي عرب په کوربتوب جوړه شوي وه.

د مسلمانانو تر ټولو سپڅلي ځای ته نږدې په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان او دیني عالمانو او چارواکو ګډون درلود.

د دې ناستې یو ګډونوال او د افغانستان د علماو د شورا مشر سردار ځدراڼ بي بي سي ته وویل، په ګډه اعلامیه کې په افغانستان او سیمه کې پر امن او سلامتیا ټینګار شوی.

ښاغلي ځدراڼ وویل، ګډونوالو همدا راز ټینګار وکړ چې ورته ناستو او اړیکو ته دې دوام ورکړل شي، او د دې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان د عالمانو د یو واحد دریځ او همغږۍ غوښتنه وشوه.

طالبانو وار له مخه د دې غونډې پایلې او ویناوې سیاسي بللې دي. یاده ډله وایي، دا ناسته د افغان حکومت په فرمایش جوړه شوي ده.

کنفرانس ته د کوربه سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العیسی وویل: "پاکستان او افغانستان پراخه اسلامي وجدان لري، پر دوی ډېر باور لرم چې د ګاونډیتوب په چاپېریال کې له یو او بل سره د همکارۍ او خیرښېګڼې او د یو او بل د ټیکاو حق لري".

ښاغلي العیسی زیاته کړه چې د افغان سولې راتلو کې تر ټولو ډېر عالمان لوی او پرېکنده اهمیت لري. هغه وویلل:

"محترمو حاضرینو، د افغانستان پر خاوره هېڅ‌ داسې څه نه دي پاتې چې یو مخالف یا معترض یې د هر ډول عذر یا دلیل لپاره ثبوت وګڼي او دلته د عالمانو لا اساسي او پرېکنده اهمیت او لوی اغېز لرونکی رول ډېرېږي، خو د امت د علماوو د ایمان موافقه یې بلونکې وي".

د غونډې نورو ګډونوالو څه وویل؟

کنفرانس ته سعودي کې د افغانستان او پاکستان سفیرانو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان کې د یادو هېوادونو دایمي استازو او د افغانستان د حج او اوقافو او د پاکستان د اسلامي چارو وزیرانو هم ویناوې وکړې.

سعودي کې د افغانستان سفیر احمد جاوېد مجددي وویل، افغانان سعودي ته د مشر ورور او د یوه دوست په سترګه ګوری، ټول افغانان ددې کنفرانس هر کلی کوي او هیله لري چې یاد کنفرانس به په افغانستان کې د وینې د درولو سبب وګرځي.

بله خوا، سعودي کې د پاکستان سفیر بلال اکبر وویل، اسلام د سولې او مینې دین دی :

"هیله لرو چې علماء د اسلام واقعي بڼه چې مینه او سوله خلکو ته وړاندې کړي، افغانستان د سولې یو ښه فرصت ته رسېدلی، افغانان څلور لسیزې په جنګ کې سوځي، دا هېواد د پاکستان یو نژدې ګاونډی دی، پاکستان هیله لري چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي، موږ باور لرو چې په افغانستان کې سوله په پاکستان کې سوله ده، افغانستان کې باید سیاسي جوړجاړی وشي، پاکستان د طالبانو مشرانو سولې ته وهڅول او سولې ته یې کېنول".

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان کې د پاکستان دایمي استازي رضوان سعید وویل، پاکستان له لسیزو راهیسې د سیمې په سیاست کې خپل رول لوبولی، اوس افغان مشران او قبایل‍ي مشران باید د سولې لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي. هغه زیاته کړه:

"نن دا کنفرانس په دې سیمه او وخت کې خپل ځانګړی اهمیت لري، د کنفرانس پنځه مسلې چې په دې کنفرانس کې خبرې پرې کېږي، د اسلام په رڼا کې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شي ".

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان کې د افغانستان دایمي استازي شفیق صمیم وویل، سعودي د تل په څېر افغانستان کې د سولې راتلو هڅې کړې دي، د افغانستان څو لسیزې جګړه ختمولو حل لاره له مخالفانو او له ګاونډیو هېوادونو سره مذاکرات او خبرو کې نغښتې ده.

پاکستان کې د اسلامي چارو او د دینونو د تسامح چارو وزیر نور الحق القادري وویل، په دې کنفرانس کې د خبرو موخه د مسلمانانو د بې اتفاقۍ ختمول او د یووالي رامنځ ته کول دي.‌

نوموړي وویل، هیله لرو چې سعودي او پاکستان سیمې ته د سولې راتلو کې خپلې ډېرې هڅې وکړي.

القادري زیاته کړه، په اخلاص دا پیغام وړاندې کوم، چې هر هېواد د خپل ټیکاو او سولې لپاره خپلې هڅې وکړي او د هر هېواد باید د خپل ګاونډي ټیکاو د خپل ټیکاو وګڼي.‌

د نوموړي په خبره، افغانستان کې ناامني پاکستان کې ناامنۍ ډېرولی شي، د پاکستان ولس، حکومت او خلک باید په پرله پسې افغانستان کې د سولې راتلو هڅې وکړي.

د کنفرانس یوه بل ویناوال او د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وویل،افغانستان کې د حکومت او مخالفانو ترمنځ د سولې غږونو تر راپورته کېدا وروسته د اسلام سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې د ننني کنفرانس اړتیا پیدا شوه.‌

ده وویل، افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي، دا دي نن موږ ټولو هېوادونو او اړوندو بنسټونو ته مراجعه کوو چې ټول سیاستوال او ګوندونه د ملي مصالحې یو غږ پورته کوي.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه، "باید استدلال وکړو او دا په ډاګه کړو چې ټول سیاستوال، ګوندونه او شخصیتونه سره یو موټی شوي او د ملي مصالحې لپاره یوه خوله شوي دي. زموږ ترمنځ‌ هېڅ اختلاف نه شته او نه هم د مصالحې په تړاو اختلاف شته. که په نظر کې کوم اختلاف وي، نو موږ د یو او بل د نظر درناوی کوو".