سویلي افریقا کې یوې ښځې ۱۰ ماشومان وزېږول

د عکس سرچینه، African News Agency (ANA)
په سویلي افریقا کې یوې مېرمن ۱۰ ماشومان زېږولي چې کېدای شي نړیوال ریکارډ وبلل شي.
د ګوسیامي تهامارا ستولي مېړه وايي، د ماشومانو له زېږون وروسته ځکه حیران پاتې شول چې په سکین تصویرونو کې د مور نس کې اته ماشومان ښکاریدل.
د دې ښځې مېړه تیبوهو څوتاتسي د دوشنبې پر شپه پریتوریا نیوز سره خبرو کې وویل:
''اووه هلکان او درې نجونې دي، زه خوښ یم، احساساتي یم، ډېرې خبرې نه شم کولای. ''
د ۳۷ کلنې مېرمن ستولي مخکې هم دوه غبرګوني زېږېدلي چې اوس شپږ کلن دي.
ویل کېږي د دوشنبې پر ماښام د پریتوریا ښار روغتون کې دغه ماشومان د مېرمن ستولي د مېندوارۍ پر ۲۹ اوونۍ له جراحي عملیاتو وروسته زېږېدلي او ویل کېږي چې د هغې روغتیا ښه ده.
د سویلي افریقا ټولنیزې ودې ادارې ځايي څانګې بي بي سي ته د دې نویو ماشومانو زېږېدل تایید کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د نړیوالو ریکارډونو ثبتونکي کتاب 'ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز ' مسوولینو بي بي سي ته ویلي، د مېرمن سیتولي د لسو ماشومانو زېږون موضوع په هکله څېړنه کوي.
په یوه ځل له دې مخکې د امریکا یوې مېرمنې ۲۰۰۹ کال کې اته ماشومان وزېږول چې ټول ژوندي پاتې شول او همدا اوس یې نړیوال ریکارډ پر نامه ثبت دی.
تېره میاشت بیا مراکش کې د مالي یوې ۲۵ کلنې مېرمن حلیمه سیسې اته ماشومان وزېږول چې د رپوټونو له مخې تر اوسه د دې مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
په سویلي افریقا کې د روغتیايي چارو لپاره د بي بي سي خبریاله رهودا ودهیامبو وايي، معمولاً د داسې مېندو ماشومانو له وخته مخکې زېږي چې شمېر یې زیات وي.
داسې لږ مېندوارې ښځې شته چې له دریو زیات ماشومان یې په یو ځل د مېندوارۍ له مصنوعي درملنې پرته وزېږي، خو دغه جوړه وايي، مېندواري یې طبیعي وه.









