د بلخ ولسوالۍ دروازه کې موټربم مرګژوبله اړولې؛ فاریاب کې سخته جګړه شوې

د افغانستان په شمال کې د بلخ سیمه ‌یيز چارواکي وايي د دغه ولایت بلخ ولسوالۍ کې د امنیه قومندانۍ د دروازې مخې ته موټر بم چاودنې دوه کسان وژلي او اتلس نور یې ژوبل کړي چې عام وګړي هم په کې شامل دي.

د بلخ امنیه قومندان غلام داود ترخیل بي بی سي ته وویل په وژل شویو کې یو هم د جنايي امر مرستیال دی.

د مزار شریف ملکي روغتون کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي تر دې دمه د برید له ځایه دغه روغتون ته دوه مړي او کابو دولس ټپیان ور وړل شوي دي.

هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي ښول کېږي چې د چاودنې ځای ته نژدې د ودانیو ځیني دیوالونه او چتونه نړېدلي او د ملي اردو یو امبولانس هم د چاودنې په سیمه کې ولاړ دی. طالبانو د دغې پیښې د مسولیت منلو ترڅنګ ادعا کړې چې په دغه برید کې لسګونه لوړ رتبه افسرانو، عسکرو او استخباراتي کارمنانو ته مرګژوبله اړولې ده. چې امنیتي ځواکونه دا ادعا نه مني.

د فاریاب قیصار کې سخته جګړه

بل لور ته د افغانستان شمال لوېدیځ ته د فاریاب ولایت قیصار ولسوالي کې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ له بېګا راهیسې جګړه پیل شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، تېره شپه د ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د طالبانو له موټر بم برید وروسته جګړه ونښته.

دا سرچینه وايي، طالبانو نن سهار امنیه قومنداني ونیوله او امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ او ښاروالۍ ودانیو ته په شا شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم سهار بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې د دې ولسوالۍ امنیه قومنداني یې نیولې ده. خو نوموړي په دې تړاو نور څه ونه ویل.

یوه ځايي چارواکو د نوم نه خپرېدو په شرط بي بي سي ته اوس ویلي، طالبانو د قیصار پر امنیه قومنداني سربېره ښاروالي هم نیولې او جکړه د ولسوالۍ مرکز سره نږدې روانه ده.

دا سرچینه زیاتوي، دې جګړه کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي او شل هم طالبانو نیولي دي.

حکومتي چارواکو په رسمي ډول لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

فاریاب له ترکمنستان سره ګډه پوله لري او یو له ستراتیژیکو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د افغانستان شمالي سیمې له لودیځې حوزې سره نښلوي.