نړیوال بانک او اروپايي ټولنې د زدکړې او وچکالۍ برخو کې افغانستان سره نوې مرسته اعلان کړه

نړیوال بانک ویلي لومړنیو او منځنیو زدکړو لپاره له افغانستان سره ۲۵ میلیون ډالره مرسته کوي او د اروپايي ټولنې مرسته به په درې ولایتونو کې له هغو خلکو سره وشي چې د کم ورښت له امله یې ورځنی ژوند اغیزمن شوی.

نن پنجشبه ( اپریل ۱ ) نړیوال بانک یوه بیان کې د دې مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا مرسته به د اقرا پروژې له لارې د سلو ښوونځیو جوړولو کې ولګول شي او دې سره به د نجونو زدکړو، د ښوونکو روزنیز ملاتړ او پر ټولنه ولاړې زدکړې پیاوړې شي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر هنري کرالي وایي، افغانستان تېرو دوو لسیزو کې د زدکړې برخه کې ډېر پرمختګ کړی، خو لا هم درې نیم میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي او نیمايي ښوونځي ډېرې کمزوې ودانۍ لري.

د نوموړي په خبره، دې مرستو سره به افغان حکومت د زدکړو لا ښه چاپېریال برابر کړي او ډېر زدکوونکي به ښوونځي ته لاړ شي.

د نړیوال بانک نوې مرسته کې به ډېر پام د نجونو پر زدکړو وي.

د افغانستان په یو زیات شمېر سیمو کې د بیلابیلو لاملونو له کبله د نجونو ښوونځي نشته او یا تړل شوي دي.

د غزني د پوهنې ریاست سرپرسته رعنا نجمي وايي، د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې له کلونو را هیسې د نجونو ښوونځي نشته او دې سره زرګونه نجونې له زدکړو بې برخې شوې دي:

" دا موضوع د پوهنې وزارت سره شریکه کړې. په ځلونو، ځلونو مو هڅه وکړه چې د خلکو په مرسته دا ښوونځي پرانیځو خو تر اوسه لا بریالي شوي نه یو. موږ له دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو هم د ښوونځيو د پرانیستې په برخه کې د مرستې هیله کړې. سږ کال هم هڅه کوو چې دا ستونزه هواره کړو. "

د غزني په ګاونډ پکتیکا کې هم ورته حال دی چې نجونې د ناسمو دودونو له امله نه شي کولای تر شپږم ټولګې پورته زدکړو ته دوام ورکړي.

د پکتیکا ولایت د پوهني د ریاست تدریسي مرستیال صالح محمد ظفر وايي د نجونو د لیسو او ښوونکو نشتون هم هغه ستونزې دي چې له امله يي نجونې تر دولسم ټولګې له زدکړو بې برخې شوې دي.

د اروپايي ټولنې مرسته

اروپايي ټولنه وايي، افغانستان کې تېر ژمی چې ورښت پکې له حده کم و، د ځايي خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی، ځکه دا ټولنه ځپلیو سیمو کې سملاسي مرسته کوي.

د دې ټولنې د بیانیې له مخې دوی دوه لکه یورو سره په بادغیس، بغلان او فاریاب کې بېړني خوراکتوکي برابروي.

دا ټولنه زیاتوي چې د وچکالۍ برخه کې پر مرسته سربېره د پراختیايي همکارۍ له لارې هم د افغانستان ملاتړ کوي چې د اقلیم بدلون او اوبو او کرنې برخه کې ننګونې پرې ځواب کړي.