کابل ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ څلورمه تر ټولو ککړه پلازمېنه وه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES/ SHAH MARAI
د ای کیوایر په نوم سوېسۍ ډله چې د ککړتیا او د تنفس مضرو ذرو سنجولو برخه کې مشوره ده په تازه رپوټ کې یې د ۲۰۲۰ کال د نړۍ تر ټولو ککړې پلازمېنې معرفي کړې دي.
دې رپوټ کې چې د نړۍ ۹۲ پلازمېنې پکې راغلې کابل د ککړې هوا د کچې له امله د نړۍ څلورمه پلازمېنه پېژندل شوې ده.
د ایران پلازمېنه تهران هم د ککړې هوا له پلوه د نړۍ ۱۹ ښار بلل شوی دی.
دا رپوټ وايي، نوی ډېلی پر ۲۰۲۰ کال هم د درېم پرلپسې کال لپاره د نړۍ تر ټولو ککړه پلازمېنه وه؛ تېر کال د نړۍ له ۵۰ تر ټولو ککړو ښارونو ۳۵ په هند کې و.
دا مالومات د هوا څرنګوالی په نوم رپوټ کې راغلې چې پکې د ۱۰۶ هېوادونو د هوا ککړتیا وضعیت څارل شوی دی.
دا موندنې له ۲/۵ میکرون کمو ځوړند ذرو کلني اوسط له مخې ترلاسه شوې دي.
دا ډول ذرو کې د اوږدمهال لپاره پاتېدل د سږو سرطان او زړه ناروغیو په څېر وژونکو ناروغیو سبب کېدلی شي.
د دې ډلې رپوټ ښيي چې پر ۲۰۲۰ کال له ۲/۵ میکرونو کمو ځوړند ذرو منځنی حجم د نوي ډېلي یو متر مکعب کې ۸۴/۱ و؛ دا شمېر د چین د بېجینګ ښار دوه چندو سره برابر دی چې تېر کال یې ۳۷/۵ معادل رقم ثبت کړی و او د نړۍ د څلوارلسم تر ټولو ککړ ښار نوم یې ګټلی و.
د دې ډلې موندنې چې د سوېل ختیځې اسیا د "شنه سوله" شنونکې موسسې په ګډون شوې اټکلوي چې نوي ډېلي کې ۵۴ زره وارمخکې مړینې د ډېرې ککړتیا سره تړلې دي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
که څه هم د کورونا اړوند محدودیت او ټولنبدیز له امله تېر کال ځوړند ذرې ۱۱ سلنه کمې شوې، خو له بنګله دېش او پاکستان وروستته هند د هوا ککړتیا د کچې له مخې د نړۍ دریم هېواد دی.
پر ۲۰۲۰ کال د سوېلي اسیا هېوادونه د هوا تر ټولو بد څرنګوالي یا کیفیت سره مخ و.
تېر کال د نوي ډېلي شل میلیونه وګړي چې په دوبي کې د کورونا کرنتین له امله پاکه هوا تنفس کړې وه په ژمي او د پنجاب ایالت کروندو کې له اور اچولو وروسته زهري هوا تنفس سره مخ شول.
د هند پلازمېنه کې د ککړې هوا کچه په متر مکعب کې په نومبر کې ۱۴۴ او ډیسمبر کې ۱۵۷ میکروګرام ته ورسېده، چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا له اعلان شوي اوسط ۱۴ وارې ډېره ده.
دغه رپوټ کې د سوېډن ستاکهولم د نړۍ تر ټولو پاکه پلازمېنه بلل شوې ده.













