د عکسونو البوم: په هرات کې حمامونه

په هرات کې د هوا د ککړتیا کچی د معلومولو ځانګړي امکانات نشته خو د چاپيریال ساتنې اداره وایي، داسې شواهد شته چې ښیي په حمامونو کې د ډبرو سکرو پریمانه کارول د هوا د ککړتیا لوی لامل دی. انځورونه زموږ همکار محمد قاضي زاده راستولي دي.

هرات
د عکس تشریح، څه باندې یو سل او نوي حمامونه په ټول هرات کې فعال دي. دوی ټول د ډبرو سکاره کاروي. د هر حمام له بام تور دود پورته کېږي.
هرات
د عکس تشریح، چاروکي وایي هغه سکاره ټیټ کیفیت لري، چې د هرات له یوه کان حمامونو ته راوړل کېږي ټیټ کیفیت لري.
هرات
د عکس تشریح، په هرات کې د هوا د ککړتیا کچی د معلومولو ځانګړي امکانات نشته خو د چاپيریال ساتنې اداره وایي، داسې شواهد شته چې ښیي په حمامونو کې د ډبرو سکرو پریمانه کارول د هوا د ککړتیا لوی لامل دی.
هرات
د عکس تشریح، د هرات د چاپيریال ساتنې ادارې له ټولو حمامونو غوښتي چې د دود د تصفیه کولو فلتر نصب کړي. تراوسه شلو حمامونو دا ډول فلترونه جوړ کړي.
هرات
د عکس تشریح، په لاس جوړ فلترونه تر یوه بریده د دود د پخې د خپریدو مخنوی کوي. بهرني او عصري فلترونه ګران دي او څوک یی نه کاروي.
هرات
د عکس تشریح، د هرات حمامونه د اوبو د تودولو لپاره ګاز او برښنا نه کاروي ځکه دواړه له بهره راځي او ګران دي.
هرات
د عکس تشریح، د هرات د ډیری سیمو اوسیدونکي وایي چې حمامونه ضروري دی او باید ناوړه پایلې یې وزغمي.
هرات
د عکس تشریح، د هرات د چاپيریال ساتنې ادارې مشر نصیر احمد فضلي وایي تر دې وروسته به پاتی ټول حمامونه فلتر لري.