د قومونو نوی نوملړ؛ ځینې چارواکي یې ملاتړ او نور پرې نیوکې کوي

تذکره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان حکومت وايي، تر دوه نیم میلیون ډېرو کسانو برېښنايي پېژندپاڼه اخیستې ده.

د افغانستان د ملي پخلاینې شورا یوه اعلامیه کې د دې شورا د مشر عبدالله عبدالله له خولې وايي، د لویو ملي او حساسو قضیو په اړه پرېکړه په ملي او لویه کچه مشورو او بحثونو ته ضرورت لري.

د دې شورا اعلامیه کې زیاته شوې: په داسې مرحله کې چې د هېواد په لویو قضیو کې افغانستان له بل هروخت ډېر یوالي، اجماع او د نظر یوالي ته ضرورت لري، حاشیه یي قضیو ته لمن وهل د هېوادوالو ترمنځ یوالی زیانمنوي، چې باید مخه یې ونیول شي.

د ښاغلي عبدالله دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د افغانستان د مالوماتو او احصایې ملي اداره د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، د سترې محکمې د پرېکړې له مخې برېښنايي پېژندپاڼه کې د نورو ډېرو قومونو نومونه هم ثبتېدلی شي.

په دا مهال یې د داسې قامونو نومونه خپاره کړي دي چې د قومیت په توګه یې د پېژندپاڼې فورمه کې لیکلی شي.

ساداتو او ځینې نورو قومونو له حکومت غوښتي وو چې د قومونو په توګه یې نومونه په برېښنايي پېژندپاڼه کې زیات شي.

د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي اداره د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، ځینې قومي مشرانو د مختلفو رسمي مراجعو له لارې برېښنايي تذکره کې د هغو قامونو د نوم درجولو غوښتنه کوله چې اساسي قانون کې په څرګند ډول نه دي یاد شوي.

دا داره زیاتوي چې سیستم ته د نورو قومونو د نوم زیاتېدو سره اوس دا وګړي د برېښنايي تذکرې د فورم ډکولو کې د خپل قوم نوم غوره کولی شي.

خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دې نوملړ ته په غبرګون کې وايي: "هغه څه مسلکي او علمي اړخ نه لري چې برېښنايي پېژندپاڼه کې د ثبت لپاره د قومونو د نوملړ په توګه خپاره شوي دي."

د هغه په خبره: "بېړنۍ پرېکړې هم حکومت له پوښتنې سره مخ کوي او هم په خلکو کې درز او بې باوري پیدا کوي."

تاجک توکمه سیاستوال او پخوانی بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم دې نوملړ ته په غبرګون ټوېټر کې لیکي:

"یوه پلان شوي پروګرام سره د کلي او ولسوالۍ په کچه د افغانستان قومونه وېشل شوي دي. دا د هغو هڅو دوام دی چې له څه مهال راهیسې د افغانستان د نظام د کمزورولو، قامي اختلاف ته د لمن وهلو او د یو موټي افغانستان زیانمنولو لپاره د یوې ځانګړې کړۍ له خوا روانې دي."

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم د مالوماتو او احصایې ملي ادارې په نوملړ "خواښیني" ښودلې ده.

د هغه په خبره، "دا نوملړ هغه هڅې ښيي چې له څه مهال راهیسې ځانګړو کړیو د نظام د کمزورولو، ملت وېشلو او قامي اختلاف ته د د لمن وهلو لپاره پیل شوې دي."

ملاتړي نظرونه

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قومونو چارو د همغږۍ مرستیال محمد یعقوب احمدزی وايي، دا قومونه چې اوس یې نومونه ډېر شوي دغه وزارت ته یي هم مشران ورغلي او له جرګو مرکو وروسته دوی دې پرېکړې ته رسېدلي چې دا هم جلا قامونه دي:

"دوی ته اساسي قانون حق ورکړی چې ځان ټولو مسایلو کې وویني، زموږ وزارت او عدلیې وزارت په دې هکله ناستې درلودې او پرېکړه په دې شوه چې دا د دوی حق دی چې د خپل قام په نوم تذکره کې ثبت شي. "

د افغانستان د لږکیو د یووالي شورا نن وویل، چې د وی د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي او دوی دا په دې مانا بولي چې هر قوم ته خپل حق ور کول کېږي.

د دې شورا مرستیال اشرف ارین بي بي سي ته وویل، خوشال په دې دي چې له کلونو مبارزې وروسته په دې وتوانېدل چې په خپل هوویت وپېژندل شي او دوی نه غواړي چې له خپل قام پرته د بل قام اړوند وبلل شي.

د محلي ارګانونو مشر شمیم کټوازي د مالوماتو او ملي احصایې د دې پرېکړې هرکلی کړی او خپل فیسبوک کې زیاتوي: د قومونو مکررو غوښتنو ته په درناوي او د سترې محکمې له تفسیر سره سم د افغانستان نورو قومونو ته په پېژندپاڼو کې د هغوی د قومي هویت د لیکلو قانوني حق ورکول، د افغانستان د لږکیو ځانګړي فرهنګي او ملیتي وجود ته درناوی دی چې ورسره به د هر قوم ملیتي تشخص په بشپړ ډول خوندي وي.

اساسي قانون څه وايي؟

د ۲۰۱۹ کال مارچ کې سادات د قام په توګه ومنل شو.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ۲۰۱۹ کال مارچ کې سادات د قام په توګه ومنل شو.

د اساسي قانون څوارلسمه ماده کې راغلي: "د افغانستان ملت له پښتو، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوڅ، پشه يي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو جوړ دی. "

اوس دې نوي نوملړ کې د داسې ۵۴ قومونو نومونه راغلي چې اساسي قانون کې یاد شوي نه دي.

د مالوماتو او احصايي ملي اداره وايي، چې د اساسي قانون د "نورو قومونو عبارت" له څوارلس ګونو قومونو پرته نور قومونه شاملوي او تذکره کې یې درجول د قانون د حکمونو له مخې ممانعت نه لري، ځکه پرېکړه شوې چې د هغو قومونو نومونه برېښنايي سیستم کې درج شي چې د مختلفو رسمي مراجعو له لارې دې ادارې ته ورغلي دي.

خو سرور دانش د ولسمشر د ۱۳۹۶ کال د حکم په هکله لیکلي چې ولسمشر دې کار ته کمېسون وګوماره، خو دا کمېسون وروستۍ پرېکړې ته ونه رسېد او په دغه مهال یوازې د سادات قام په هکله پرېکړه وشوه.

دې ادارې او سترې محکمې دا نه دي ویلي چې د کومو علمي او تاریخي پلټنو له مخې یې دا قومونه ټاکلي دي.

کوم نومونه زیات شوي؟

.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ۲۰۱۸ کال د مۍ دریمه: ولسمشر غني لومړی افغان شو چې برېښنايي پېژندپاڼه ترلاسوي.

د مالوماتو او احصایې ملي ادارې رسمي وېبپاڼه کې پر ۱۴ قومونو سربېره، اهل هنود، سیکان، سادات، اورمړ، پراچي، کورد، جوګي، شاخیلان، شیخ محمدیان، ګوار، خلیلي، پامیري، منجاني، سنګلیچي، اشکاشمي، روشنايي، واخاني، شغناني، ترک، قرلق، تاتار، مغول، ساکايي، دولت خاني، تایمني، ال بیګ، قزاق، سجاني، غزنویان، قوشخانیان، بیات، نیماق، قبچاق، نیکپی، کهګداری، دیمیریک، میرسیده، جمشیدیان، افشاریان، طاهریان، سلجوقيان، تیموریان، برلاس، ارلات، ایلخاني، یفتلي، لقیان، کاوي، قوزي، ابکه، جغتای، ګره يي، کرم علي، شیخ علي، اورته بلاقي، اویغور، بابریان او فرملي اضافه شوي دي.

د برېښنايي پېژندپاڼې وېش

NSIA

د عکس سرچینه، NSIA

د عکس تشریح، افغان حکومت وايي، کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼې اسانتیاوې ډېروي.

برېښنايي پېژندپاڼه کې د یو کس پر شخصي مالوماتو سربېره، د قومیت، ملت او دین په هکله مالومات هم درج کېږي.

د دې پېژندپاڼې په هکله نږدې یوه لسیزه جنجال و او اصلي ټکی هم پکې د ملت په توګه د افغان کلیمې ځایول یا نه ځایول و، خو وروسته پارلمان دا کلیمه د ملت په توګه پاس کړه او له هغه راهیسې دا پېژندپاڼه پر افغانستان سربېره ایران کې هم کډوالو ته وېشل کېږي.

افغان حکومت تېره اونۍ وویل، تر اوسه تر دوه نیم میلیونو ډېرو کسانو برېښنايي پېژندپاڼه اخیستې او د وېش لړۍ یې چټکه روانه ده.

د افغانستان مالوماتو او احصایې ملي اداره وايي، کابل کې به د دې چارې ظرفیت ډېر شي او نور به پلازمېنه کې کاغذي پېژندپاڼه نه وېشل کېږي.

د پاسپورټ اخیستو لپاره هم برېښنايي پېژندپاڼه لازمي شوې ده.