تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني: ۴۰ کاله نړیوالې ټولنې د سولې له حق محروم ساتلي یو
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ۴۰ کاله کېږي چې ټول د بشر حقونو په اړه غږېږي، خو افغانان دا ۴۰ کاله د سولې له نعمت محروم ساتل شوي.
ښاغلي غني دا څرګندونې کابل کې د ملي دفاع وزارت د ننه د سرتېري ورځې لمانځغونډې ته په وینا کړې وکړې:
"۴۰ کاله کېږي چې نړیوالې ټولنې یو لوی تاریخ، ځلانده تمدن لرونکی ملت او ویښ خلک له خپل اساسي حق - چې سوله ده - محروم ساتلی دی او دا د زغم وړ عمل نه دی، موږ تلپاتې سوله غواړو، موږ باعزته سوله غواړو، داسې سوله چې زموږ د امنیتي ځواکونو په مټو، زموږ د فعالو ماغزو او زموږ د خلکو په غوښتنه راشي. دا سوله راتلونکې ده".
د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا، د افغانستان روانه جګړه د واک لپاره ده، "او د قدرت د حل لاره د سولې یوه سیاسي موافقه ده، که څوک د افغانستان واقعي بچیان وي، باید ټول افغانان ومني او که څوک افغانیت نه مني، دا د دوی ګناه ده".
ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه، تېر کال سخت کال و، چې په وینا یې د زرګونو خلکو وینه بې ځایه تویې شوي، خو ملي او دفاعي ځواکونو قرباني ورکړه:
"د افغانستان دوښمان او [طالبان] په دې فکر کې وو، یا به دولت ته سقوط ورکړي یا به دا مقدسه خاوره پر څو برخو ووېشي او بیا به ووايي چې ملي حاکمیت نه شته".
نوموړي وویل، جګړه اسان کار دی، "سره وهو به"، خو مېړانه، ژمنتیا او جرأت په دې کې دی چې راځئ سوله وکړو.
د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا او پیاوړتیا په اړه افغان سرتېرو ته په خطاب کې ولسمشر غني وویل، په تېرو شپږو کلونو کې، تاسو یوه لاره وهلې ده، چې ښايي نورو هېوادوو کې به شل کاله نیسي:
"په ۱۲۰ کلونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دومره نه و، لکه نن چې دی، دوی پوهېږي چې تاسو د افغانستان د اساسي قانون ساتونکي یاست، ستاسې سیاست د خاورې ساتنه او ملي حاکمیت دی".
ده زیاته کړه، تر ۹۰ سلنې ډېر ترهګرۍ ضد عملیات زموږ ځانګړي ځواکونه، د ملي امنیت سرتېري او پولیس پرمخ وړي.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان تر برید جنرال پورې د زیاتره افسرانو عمرونه تر ۴۰ کلونو کم دي. د یوه ځوان په روحیه موږ مبارزه کوو.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل غونډې ته وویل، سږ کال به د سرتېري د ملي ورځې لمانځلو پرمهال زموږ ټول پام پر فکري او فرهنګي بدلون ورټول وي.
ده وویل، تېر کال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډېر ګران کال و، له یوې خوا د کورونا وېروس بندیزونه وو، بل خوا جګړه ډېره شوې ده، خو له دې ازموینې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په بریالیتوب ووتل.
هغه وویل، د سولې روانو هڅو پرمهال، چې شاوخوا شپږ زره کسان وو، په بېلابېلو جرمونو محکوم او بندیان شوي وو، خوشي شول، خو له ژمنې سره سم دوی د جګړې کرښو ته له تللو ډډه ونه کړه.
ښاغلي میاخېل وویل، ډاډه دی چې راتلونکی کال به هم د امنیت راوستلو برخه کې خپلې هلې ځلې وکړي.
د یوه وژل شوي سرتېري نظام الدین مور حمیده هم وغږېده. هغې وویل، زابل کې یې تر درې میاشتې خدمت وروسته زوی ووژل شو، خو ددې مورال یې راټيټ نه کړ.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي "امنیتي او دفاعي ځواکونه همغسې چې په دفاع او مبارزه کې غوره ځای لري، همدغسې به د سولې او ملي روغې جوړې په برخه کې د افغان ملت د سر تاج وي.باور لرم چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په قربانیو او اتلولیو سره به په هېواد کې تلپاتې سولې ته ورسیږو".