د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه تایید کړه

د عکس سرچینه، ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې درېیمه مسوده د رایو په اکثریت تایید کړه.
ولسي جرګې ویلي د بودیجې په نوي مسوده کې د دوی ډېری غوښتنې ځای پر ځای شوې چې د دوی په وینا ورسره حکومت د راتلونکو همکاریو دروازه هم پرانيسته.
دا بودیجه له دوه ځلې رد وروسته په ښکاره د حکومت او ولسي جرګې تر منځ د اختلاف سبب شوي وه او وکیلانو د وړاندیزونو نه منلو په صورت کې د بیا رد ګواښ هم کړی وو.
ولسي جرګې په خپله ننۍ غونډه کې له درېیو سرو کارتونو پرته د د ۱۴۰۰م مالي کال بودیجه د رایو په اکثریت تایید کړه.
دا بودیجه ټول ټال ۴۷۳ میلیارده ۴۱ میلیونه افغانۍ یا شپږ اعشاریه ۱۴ میلیارده ډالره ده چې له ډلې یې څه باندې ۳۱۱ میلیارده افغانۍ چې ۴ میلیارده اته دېرش میلیونه ډالره کېږي، عادي بودیجه جوړوي او ۱۶۲ میلیارده افغانۍ چې ۲ میلیارده ۱۰۳ میلیونه ډالره کېږي پرمختیايي بودیجه ده.
د ولسي جرګې غړې زهرا توخې وایي د پخوانیو مسودو پرتله په نوي هغه کې د وکیلانو ډېرۍ غوښتنې منل شوي.
له دې وړاندې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې طرحه دوه ځله رد کړي وه وکیلانو د ښوونکو او ټيټ رتبه مامورینو د معاشونو زیاتیدو غوښتنې تر څنګ د بودیجې تصویب لپاره ۱۹ شرطونه وړاندې کړي وه.
ولسي جرګې په دې بودیجه کې ځينې ادارې د بېلګې په توګه د پخلاینې عالي شورا او د رېل پټلیو اداره د ځانګړي بودیجوي واحدونو په توګه نه دي منلي او هغه یې د چارو ادارې په بودیجه پورې تړلي دي:
په نوي بودیجه کې سر له وري میاشتې د هر ښوونکي معاش ۲ زره افغانۍ اضافه شوی د دې تر څنګ په بودیجه او تدارکاتو د وکیلانو څار او له ځینو احتیاطي کوډونو د پیسو کمولو ژمنه هم ورکړل شوي ده.
دې ته په کتو د ولسي جرګې مشر میر الرحمان رحماني اعلان وکړ چې په بودیجه کې د وکیلانو وړاندیزونو ځای پر ځای کیدو له حکومت سره د راتلونکو همکاریو دروازه پرانیسته.
د ارګ مننه
ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه خبرپاڼه کې د ولسي جرګې لخوا د ۱۴۰۰م کال بودیجې د تایید له کبله له وکیلانو ستاینه او مننه کړي او د بودیجې په اړه دا پرمختګ یې د دولتي پلانونو په ځانګړي ډول د پرمختیايي پروژو تطبیق په موخه مهم بللی دی.
د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې د مسودې دریمه طرحه د تصویب لپاره ملي شورا ته وړاندې شوې وه، چې نن (دوشنبه/ فبروري ۲۲) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په اکثریت رایو تصویب شوه.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د ولسي جرګې د غړو دا پرېکړه د هېواد د ملي ګټو ته په پام سره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي، "هغه یې پر وخت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلانونو او برنامو په ځانګړي ډول په ټول هیواد کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره، مهمه وبلله".









