د افغان صرافانو اعتراض: د پولي خدمتونو شرکت نه غواړو

د عکس سرچینه، Social Media
په افغانستان کې د صرافانو ټولنې کابل کې د پیسو د بدلون او راکړې ورکړې شهزاده سرای په تړلو سره په ټول افغانستان کې له صرافیو غوښتي چې سر له ننه دې د افغانستان بانک سره د ستونزې د حل کېدو تر مهاله خپل فعالیتونه ودروي.
وړاندې تر دې د افغانستان بانک ویلي وو، صرافیانې دې د حوالو په برخه کې د روڼتیا لپاره خپلې چارې د پولي خدمتونو شرکتونو له لارې ترسره کړي.
خو د صرافانو ټولنه وايي له نوې تګلارې سره یې چارې پڅې شوې دي.
د افغانستان د صرافانو ټولنې مشر میر افغان صافي په وینا، تر هغه چې د افغانستان بانک د دوی ستونزې حل نه کړي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.
د صرافانو ټولنې خبرپاڼه کې راغلي د پولي خدمتونو د شرکت جواز باید اختیاري وي.
د افغانستان بانک خبرداری

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان بانک ټولو صرافیو ته خبر ور کړي چې د حوالو د مالي روڼتیا لپاره صرافۍ پر مالي شرکتونو واړوي. د افغانستان بانک وايي، نوې تګلاره یې له پيسو وینځلو سره د ښې مبارزې او د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي لپاره وضع کړې ده.
خو د افغانستان د صرافانو ټولنې بیا بي بي سي ته ویلي، د نوې تګلارې وضع کول ستونزه زېزوونکي دي او د هېواد په صرافیو کې د پيسو د مالي څرخې د ورو کېدا لامل کېږي.
په خلیج کې مېشت افغان احمد وصال وايي، هره میاشت د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره یوه اندازه پیسې افغانستان ته لېږي.
د هغه په خبره، له کلونو راهیسې د بانکونو یا ویسټرن یونین او منیګرام په څېر د پیسو لېږد د رسمي خدمتونو پرځای د صرافیو له لارې خپلې کورنۍ ته پیسې حواله کوي او وايي دا چاره ورته نسبتاً ارزانه او اسانه ده.
د وصال په څېر زرګونه نور افغانان هم اندېښمن دي چې د افغانستان بانک او صرافیو ترمنځ د لانجې له کبله دوی قرباني نه شي.
د کابل شهزاده سرای د صرافۍ مارکېټ چې په افغانستان کې د صرافۍ او مالي خدمتونو له لویو خدمتونو ګڼل کېږي سر له نن (شنبې) کاري اعتصاب پیلوي.
د پیسو مینځل
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې مشر میر افغان صافي بي بي سي ته وویل، د صرافانو د کاربندیز لامل د افغانستان بانک له خوا پر صرافیو د نوې مقررې وضع کېدل دي:
"دا کاربندیز به تر دویمې خبرتیا پورې دوام ولري، د کار جوازونه باید تمدید شي، دوی وايي تاسو د نورو هېوادونو په څېر شراکتونه وکړئ، خو دلته پر هېچا باور نه شته".
د افغانستان بانک په وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټولې صرافۍ د پولي خدمتونو پر شرکتونو واوړي، چارواکي وايي، له دې کاره یې موخه د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو پوره کول، د صرافیو قانوني کول او د مالیاتو راټولول دی.
صرافۍ او حواله ځایونه د افغانستان د مالي څرخ د پل په تاوولو کې مهم رول لري.
بهر مېشتي افغانان هر کال سلګونه میلیونه افغانۍ د حوالې له لارې خپلو کورنیو ته استوي.
یو کس له خلیجي یا اروپايي هېوادونو په لږه موده او ارزانه د افغانستان لرې ولسوالۍ کې خپلې کورنۍ ته پیسې استولی شي، خو له دې لارې د پیسو د استول کېدو څارنه ډېره پېچلې ده؛ ځکه تېر کې ځلونه داسې رپوټونه خپاره شوي چې له افغانستانه نورو هېوادونو یا له نورو هېوادونو افغانستان ته د صرافیو له لارې ناقانونه یا تورې پیسې لېږل شوې دي.

د عکس سرچینه، Gettyimages
بل خوا، افغانستان په پولېنډ هېواد کې د نویو چاپ کړو لسګون، شلګون، پنځوسي او سلګون بانک نوټونو لومړۍ برخه تر لاسه کړې ده.
په نوي ډهلي کې د پولېنډ سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د پولېنډ د پیسو د چاپ له امنیتي شرکت (PWPW) سره د افغانستان د هوکړې له مخې، پتېیل شوې ۳۸۰ میلیونه افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شي چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به افغانستان ته به وسپارل شي.
په هند کې د پولېنډ سفارت ویلي، د افغانیو نوي چاپ شوي بانک نوټونه له ښو امنیتي ځانګړنو برخمن دي چې د خیرو یا چټلیو او د کیمیاوي محلولونو پر وړاندې ډېر مقاومت لري.











