"کندوز او فارياب کې ۲۳ امنيتي سرتېري وژل شوي"

کندوز

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان شمال ختیځ ته له کندوز رپوټونه وايي، د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې بېګا د وسلوالو په برید کې د حکومت پلوه ځواکونو د پوستې د یوه قومندان حکیم او د هغه د مرستیال په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

سیمه کې یوه ځواکمن قومندان او د اقتاش اوسني ولسوال محمد عمر د بي بي سي خبریال عصمت بهیر ته وویل، چې دې برید کې د پوستې وژل شوی قومندان حکیم یې وراره او او د هغه مرستیال یې هم زوی دی او پاتې وژل شوي کسان هم ډېری د ده خپلوان دي:

"جنګ د شپې له اتو پیل و، تر یوولس نیمو بجو، کومک چا ونه رساوه. پوسته کې ۲۵ کسان وو، درې لا درکه دي، دوه ژوندي وتلي او اتلس شهیدان دي. یو مې وراره دی بل مې زوی دی او نور مې خپلوان وژل شوي دي.

د کندوز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي هم د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته وویل، برید د قومندان حکیم په مشرۍ د حکومت پلوه ځواکونو پر یوه پوسته شوی دی:

"درې ساعته جګړه کې د خان اباد ولسوالۍ اختر غونډۍ کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، ۱۶ وژل شوي او دوه ټپیان دي. د محمد عمر زوی هم وژل شوی دی. "

دا سږ دریم ځل دی چې اختر غونډۍ کې پر دغو پوستو بریدونه کېږي.

فاریاب کې ۱۲ سرتېري نیول

نقیب الله فایق (په منځ کې) د طالبانو برید مرګونی بولي.

د عکس سرچینه، FAIQ

د عکس تشریح، نقیب الله فایق (په منځ کې) د طالبانو برید مرګونی بولي.

له بلې خوا فاریاب کې هم ځايي سرچینې وايي، بېګا مازیګر وسلوالو طالبانو د دغه ولایت د د خواجه سبزپوس ولسوالۍ پر غذاري سیمه برید کړی چې له امله یې د پوځ یوه پوسته نیولې، پنځه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او ۱۲ یې هم بندیان کړي دي.

په وژل شویو کې د شاهین قول اردو د لومړۍ لېوا د شپږم کنډک قومندان هم دی.

نیول شویو سرتېرو ته منسوب انځورونه خواله رسنیو کې خپاره شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا مشر محمد طاهر رحماني هم ویلي چې دې برید کې افغان سرتېري څو ګړۍ کلابند وو:

"مرسته ور ونه رسېده او د ده په خبره، د کنډک قومندان عزیز اقا فضلي او درې سرتېري ووژل شول. د طالبانو په لاس نیول شویو سرتېرو کې څلور ټپیان هم دي. "

د فاریاب والي نقیب الله فایق هم د وسلوالو طالبانو برید کې د کنډک د قومندان او څلورو سرتېرو وژل تاییدوي او وايي، دې پېښه کې ۱۵ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او پنځه مړي یې د جګړې ډګر کې پاتې دي.

نوموړی وايي، طالبان له نیول شویو سیمو په شا کړل شوي او سیمه کې د افغان ځواکونو چورلکې د طالبانو مورچلې بمباروي.

کندهار کې پر طالبانو برید

طالبان

د عکس سرچینه، MOD

له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په ارغنداب، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې بېګا پر طالبانو برید کړی دی:

"د امنیتي ځواکونو ګډو عملیاتو کې چې هوايي ملاتړ ور سره و، ۶۲ طالب ترهګر وژل شوي، ۲۳ ټپیان شوي او دوه پټنځي یې چې له سپکو او درنو وسلو ډک وو له منځه تللي دي."

په ننګرهار کې هم چارواکي وايي، چې شېرزاد ولسوالۍ کې یې بېګا په بمبار کې ۱۸ وسلوال طالبان وژلي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، په وژل شویو کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۴ سرتېري هم دي.

وسلوالو طالبانو د افغان چارواکو د دې ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد خپل ټوېتر کې لیکي چې شېرزاد ولسوالۍ کې د افغان پوځ هوان ګولۍ پر یوه کور غورځېدلې او له امله یې یوه ښځه او څلور ماشومان ټپي شوي دي.