امرالله صالح: د لنډمهاله حکومت طرحه افغانستان کې د نفاق پروژه ده

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د لنډمهالي یا د سولې د ګډ حکومت پر هغه طرحه چې له تېرو څو ورځو یې بحثونه او غبرګونونه راپارولي، غبرګون ښودلی هغه یې د 'شیطان لوری' نومولې ده.

ښاغلي صالح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دغه طرحه چې د نوموړي په وینا د سولې لار او سولې ګډ حکومت نوم پرې اېښودل شوی له مبهم او نامالوم ادرسه خپره شوې او ټولنه کې لاس په لاس کېږي.

ښاغلیي صالح لیکلي: "ما دا لیکنه چې د ترهګرو د لابي بوی ترې خېژي لوستې ده. دا تش په نامه طرحه چې ځینې یې خوشاله کړي، د افغانستان د کمزوري کولو او د تفرقې له پروژې پرته بل څه نه دي."

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي دا طرحه د ولسمشر او مرکزي حکومت صلاحیتونه محدودوي، له خلکو د رایې حق اخلي او د افغانستان سویل او ختیځ د پاکستان د ستراتیژیک عمق د نفوذ په ډګر اړوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، د دې طرحې پر بنسټ به د هېواد په سویل او ختیځ کې تر ډېره طالبان واکمن وي، خو شمال به "بل لوري ته " سپارل کېږي، دا هم روښانه نه ده چې دا بل لوری څوک دي.

د ولسي جرګې پر مشر د وکیلانو نیوکې

له دې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو نن (دوشنبه د سلواغې/جدي ۱۳مه) په امتیازي وخت کې د جرګې پر رییس میررحمان رحماني د دې لپاره توندې نیوکې وکړې چې ګواکې په خپل سر یې د جرګې په استازولۍ د یکشنبې پر ورځ یوه خبري ناسته کې د لنډمهالي حکومت د طرحې ملاتړ کړی دی.

ځینو وکیلانو د دې جرګې په ادرس د سولې لپاره د کمیټې جوړیدل هم د ولسي جرګې د کورنیو اصولو او ملي ګټو خلاف وبلل.

د جرګې په امتیازي وخت کې شاوخوا ۳۰ وکیلان وغږېدل او نږدې د ټولو خبرې د هیواد په اوسني وضعیت، سوله، د جمهوریت په څرنګوالي او بقا او د ولسي جرګې لخوا د سولې چارو کې د ښکیلتیا لپاره د یوه پلاوي په جوړېدو چې پخوا کومېټه بلل شوې وه - ورټولې وې.

د ولسي جرګې یوې غړې مریم سما تور پورې کړی چې ګوندې ښاغلي رحماني د هېواد په اوسنيو حساسو شرایطو کې د لنډمهاله حکومت د ملاتړ غږ د کومې ډلې یا بهرني هېواد په امر او لارښوونه پورته کړی دی.

خو د لسي جرګې رییس میررحمان رحماني د امتیازي وخت پای کې د دغو نیوکو او غبرګونونو په ځواب کې یو ځل بیا وویل د لنډمهاله یا د 'سولې حکومت' د طرحې ملاتړ یې د دې لپاره کړی چې د نظام او ملي شورا د پایښت وړاندیز پکې شوی دی.

ښاغلي رحماني د مېرمن سما د نیوکو په غبرګون کې وویل هیله من دی چې دا څرګندونې د هغې خپلې وي او د ده په وینا د چارو له ادارې نه وې راغلې.

هغه دلته دا یادونه هم تکرار کړه چې په دې طرحه کې ځینې ستونزې شته چې باید سمې شي.

ښاغلي رحماني د یکشنبې پر ورځ ویلي و د لنډمهالي یا د سولې حکومت د جوړېدو په اړه یې طرحه ترلاسه کړې ده.

هغه په ښکاره نه دي ویلي چې دا طرحه د چا لخوا ورسپارل شوې، خو د ده په ټکو، ویل کېږي چې دا طرحه د امریکا او طالبانو لخوا جوړه شوې ده.

ښاغلی رحماني دا راز وايي چې ولسي جرګه کې د سولې لپاره کومه کومېټه نه ده جوړه شوې، بلکې د سولې پروسې پر وړاندې د پرتو خنډونو د مالومولو او د هغو لېرې کېدو ته د لارو چارو د موندلو لپاره د جرګې یو ۲۱ کسیز پلاوی ټاکل شوی دی.

د ولسي جرګې مشر له دې هم انکار وکړ چې ګوندې د یکشنبې پر ورځ یې د سولې د کومېټې د معرفي کېدو لپاره کابل کې مطبوعاتي غونډه وربللې ده.

ځینو وکیلانو بیا د سولې لپاره د دې جرګې لخوا د نوي جوړ شوي پلاوي د منحلیدو او ځینو نورو پکې د تعدیل او بدلون غوښتنه وکړه.