افغان زعفرانو د ذایقې نړیوال انسټيټیوټ ارزونه کې لومړی مقام ګټلی

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي، کابل

د افغانستان زعفرانو یو ځل بیا د خوند یا ذایقې نړیوال انسټیټوت څخه د درې ستوریز سرو زرو لومړی مقام ترلاسه کړ. دغه انسټیټیوټ پر خپلې ویبپاڼې د دغه خبر پخلی کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي توانېدلي د زعفرانو د پروسس چارې لا ښې کړي او د لسګونو هېوادونو ترمنځ دا مقام ترلاسه او خپل باور وساتي.

افغانستان وړاندې تر دې هم په نړیواله کچه د تر ټولو ښو زعفرانو تولید جایزې ترلاسه کړې دي.

هغه کروندې چې مخکې به کوکنار پرې کرل کېدل اوس یې ورو ورو ځای زعفران نیسي. د افغانستان زعفرانو په وروستیو کلونو کې نړیوال شهرت موندلی او نړیوال ته یې د افغانستان یو مثبت انځور هم وړاندې کړی دی.

د دغه بوټي چې د سرو زرو بوټي په نوم هم یادېږي د تړلو او پروسس چارې یې تر ډېره ښځینه ترسره کوي. د افغانستان دغه محصول یو ځل بیا وکولای شول د نړۍ د تر ټولو ښو زعفرانو نوم خپل کړي.

د خوند یا ذایقې نړیوال انسټیټیوټ چې د بلجیم په هېواد کې دی پر خپلې ویبپاڼې اعلان کړی، د افغانستان زعفران توانېدلي د ۲۰۲۰ کال سرو زرو درې ستوریزه جایزه ترلاسه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي وايي د دغې جایزې او مقام ترلاسه کول کروندګر هڅوي چې په دې برخې کې لا ډېره پانګونه وکړي.

ښاغلی احمدي وايي د دغه نړیوال انسټیټوت له خوا جایزه "رسماً د افغانستان د زعفرانو تولید یوه خصوصي کیهان زعفران کرنیز شرکت ته ورکړل شوه. دا جایزه په افغانستان کې د کروندګرو د هڅونې لامل کېږي چې وکولای شي، د زعفرانو ښه کښت، تولید او پروسس وکړي. دغه راز ورسره به بهر ته صادارات هم ډېر شي".

د ښاغلي احمدي په وینا دغه شرکت به وروسته تر دې چې پر خپلو محصولاتو د دغه بنسټ نښه ولګوي په نړیواله کچه به ګټه ترې واخلي.

د دغه شرکت مسؤلینو ویلي، تمه لري دغه لاس ته راوړنه یې د افغانستان د صادارتو د ودې او پرمختګ لامل شي. وړاندې تر دې د افغان زعفران شرکت دا جایزه ګټلې وه.

د خوند یا ذایقې نړیوال انسټیټیوټ د خوارکي توکو او ذایقې په برخه کې یو نړیوال معتبر بنسټ دی چې د سرو زرو درې ستوریزه جایزه یې هم نړیوال ارزښت لري.

دغه بنسټ په ۲۰۰۳ کال کې په بلجیم کې جوړ شوی او د کار له هماغه پیله یې تر اوسه سلګونه ډوله خوارکي توکي ارزولي دي.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت وايي سږکال په افغانستان کې د زعفرانو په تولید کې دېرش سلنه ډېروالی راغلی، دغه راز د تېرو کلونو پرتله یې د پروسس چارې ښې شوې دي او همدا لامل شوي چې د تېرو کلونو خپل ترلاسه کړی باور وساتي.

افغانستان په ۱۳۹۸ کال کې ۳۰۲۵۹ کیلو ګرامه زعفران تولید کړي چې ټول ارزښت یې څه باندې ۲۶ میلیون ډالرو ته رسېده.

د افغانستان د کرنې وزارت هم ویلي په هېواد کې روان کال د زعفرانو په کښت کې لس سلنه ډېروالی راغلی دی.