بلخ کې د ملي اردو پر موټر برید؛ درې سرتېرې وژل شوې

بلخ

د افغانستان شمال ته په بلخ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د ملي اردو پر یوه رېنجر موټر د وسلوالو برید کې درې پوځيانې وژل شوې او یوه سرتېرې او موټرچلوونکی پکې ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه چې دا برید د مزار شریف ښار پنځمې حوزې سره نژدې باباولي درې لارې کې سهار اوه نیمې بجې شوی دی.

سرچینه وايي، یوې وژل شوې سرتېرې د شاهین قول اردو مخابرې برخه کې کار کاوه او د دوه یې بریدملانې وې او هرې یوې له دوو تر دریو کلونو ملي اردو کې دنده اجرا کړ وه او یوه یې دوه اونۍ مخکې په دنده ګومارل شوې ه.

د بلخ پولیس هم د دې برید تاییدولو سره وايي، برید دوو موټرسایکل سپرو د کلاشنیکوف په مټ کړی او بریدګر تښتېدلي دي.

کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو ۲۰۹ شاهین قول اردو دا یو ترهګریز برید بللی دی.

شاهین قول اردو وايي، برید ګهیځ شاوخوا ۷:۳۰ بجې داسې مهال وشو، چې موټر نورو همکارانو ته انتظار و.

د ۲۰۹ قول اردو روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، پر وژل شویو سرتېرو ډېرې مرمۍ ویشتل شوې دي.

وروستیو میاشتو کې افغانستان په تېره د کابل په ګډون سترو ښارونو کې هدفي بریدونه ډېر شوي دي، چې څوک یې مسئولیت نه مني، افغان حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي، خو دا ډله ورته تورونه ردوي.

فاریاب کې موټربم

بلخ

د عکس سرچینه، Social Media

د افغانستان دفاع وزارت وايي، فاریاب ولایت کې له باروتو ډک ګاډی هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.

خو د فاریاب والي نقیب الله فایق خپل ټوېټر کې ليکي چې دې ګاډي کې باروت یا چاودېونکي توکي تېره شپه چاودلي نه دي او نن سهار افغان سرتېرو چاودنه ور کړې ده.

د نوموړي په خبره، طالبانو دغه موټربم سره د المار ولسوالۍ د پوځ پوسته په نښه کوله.

چارواکي وايي دې پېښه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح- چې کابل کې د ناامني زیاتېدو سره له نژدې دریو میاشتو راهیسې یې د لنډ مهال لپاره د کابل امنیت مسوولیت اخیستی- وايي، ډېری وژنې د موټرسیکل کارولو سره کېږي.

نوموړی زیاتوي، له دې وروسته اول کابل او بیا نورو ولایتونو کې پر دې وسیله د دوو کسانو پر سپرېدلو بندیز لګېږي.