کندهار کې دوه پولیسې وژل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هرات امنیتی چارواکی وایی، د کُشکِ رباط سنګی د چهار دری په سیمه کی د حکومت وسله والو مخالفینو او ولسی پاڅون د ځواکونو ترمنځ په نښته کی ۱۴ تنه د ولسی پاڅون او ملکی وګړی وژل شوی دی.
پولیس وایی نښته تېره شپه نژدې دوولس بجی پيل او د سهار تر دوو بجو یې دوام درلود. د چارواکو په وینا د مرستندویه ځواکونو له رسېدو وروسته وسله والو بریدګرو ته هم مرګژوبله اوښتې.
سیمه ییزې سرچینې وايي، نښته کې د یوې ښځې په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل، ډېری ټپیان ملکي وګړي دي، خو د وژل شویو کسانو کې د پاڅونوالو او ملکي کسانو شمېر معلوم نه دی.
کُشکِ رباط سنګي د هرات شمال خوا ته د ترکمنستان پولې ته نژدې ۶۰ کیلومتره له ښاره لري پرته او د هرات یوه ډېره نا امنه ولسوالي بلله کېږي.
له دې مخکې د هرات په ګاونډ کې د کندهار ولایت چارواکو وویل، د نامالومو وسلوالو په برید کې د دغه ښار په اوله ناحیه کې دوه پولیسې وژل شوې دي.
د ځايي چارواکو په خبره، دغو دوو پولیسو ارغنداب ولسوالۍ کې دنده درلوده او سهار دندې ته د تلو پر مهال وسلوالو طالبانو برید پرې کړی دی.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، دا دوه پولیسې (فرزانه او روبینه) هغه مهال ووژل شوې چې له کور ووتلې او دندې ته روانې وې.
له دغو پولیسانو یوې یې پنځه کاله او بلې یې له یوه کال راهیسې ارغنداب ولسوالۍ کې دنده ترسره کوله. بریدګر تښتېدلي، خو د نیولو لپاره یې عملیات روان دي.
نژدې ۴۵ کلنه روبینه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه او درې لوڼه او درې زامن لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
۲۸ کلنه فرزانه هم د هرات اصلي اوسېدونکې وه، خو دا مهال یې کندهار کې ژوند کاوه. روبینه څلور بچیان لري چې درې نجونې او یو هلک دی.
که څه هم ځايي چارواکي د دې پېښې عامل وسلوال طالبان بولي، خو دې ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د روان لمریز کال له پیل تر دې دمه کندهار ښار کې له ۴۰ کسانو ډېر په نښه او وژل شوي دي. وسلوال طالبانو نږدې میاشت مخکې هم د افغانستان شمال ته په بلخ ولایت کې یوه پولیسه وژلې وه.
دې ښځې د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې دنده درلوده او خپل کارځي ته د تلو پر مهال طالبانو په لار کې ووژله.









