ولسي جرګې ۳ وزیرانو ته د باور رایه ورکړه، خو د افغانستان بانک سرپرست په ګډون یې ۲ وزیران رد کړل

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان ولسي جرګې له پنځو نوماند وزیرانو درې یې (د عامې روغتیا، سرحدونو او قبایلو او اقتصاد) تایید کړل او د دوو وزیرانو (پوهنې او کلیو او پراختیا) په ګډون یې د افغانستان بانک سرپرست رد کړل.
تر اوسه د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت د مشر په ګډون ۲۰ وزیرانو د پارلمان د باور رایې اخیستې دي.
د عامې روغتیا وزارت ته نوماند احمد جواد عثماني د ۱۴۵ تایید رایو، سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند محب الله صمیم د ۲۰۹ تایید او د اقتصاد وزارت سرپرستې کریمه حامد فاریابي د ۱۳۶ تایید رایو په اخیستو د ولسي جرګې د تایید رایې ترلاسه کړې.
خو د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینه حمیدي د ۱۱۴ تایید، ۵۸ باطلو، ۵۴ رد او ۱۶ سپینو رایو په اخیستو د وکیلان د تایید رایې ترلاسه نه کړای شوې.
همدارنګه، د کلیو پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کریمي د تایید ۱۱۸ رایې، باطلې ۵۷، رد ۵۲ او ۱۵ سپینې رایې واخیستې، چې بالاخره دغه وزارت ته بریالی نه شو.
د افغانستان بانک ته نوماند اجمل احمدي هم یوازې ۷۲ د تایید، ۷۷ باطلې، ۷۴ رد او ۱۹ سپینې رایې واخیستې او جرګې رد کړ.

د عکس سرچینه، Social Media
د ملي بانک مشر اجمل احمدي د پولي سیاست جوړول، پر بانکونو د څار پياوړي کول او د بانکي خدمتونو پراخول خپل اصلي پلانونه وبلل.
ورته د ښځو چارو وزارت لپاره د نوماندې حسینه صافۍ چې تېره ورځ یې په ولسي جرګه کې د باور کافي رایه وانخیسته، د رایو د شمېرلو څرنګوالی پر سر یې پرون (سې شنبه) بیا ولسي جرګه کې جنجال وشو. د دې جرګې د مشر میر رحمن رحماني په وینا، په دې برخه کې ټاکل شوي پلاوی یوازې د نوموړې پر یوه حساسه رایه اختلاف لري.
له دې وړاندې په دوو پړاونو کې دې جرګې د ۱۸ نوماند وزیرانو او د ملي امنیت د ریاست نوماند لپاره رایه اچونه وکړه چې له ډلې یې ۱۷ تنو د تایید رایه واخیسته، د اطلاعاتو او کلتو نوماند وزیر رد شو او د ښځو د وزارت نوماندې د رایه اچونې موضوع لا هم جنجالي پاتې ده.
د قبایلو او سرحدونو وزارت سرپرست محب الله صمیم

د عکس سرچینه، Social Media
محب الله صمیم د غزني ولایت دی، چې لوړې زدکړې یې ژبپوهنه کې کړې دي. نوموړي د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د واغظ او اندړو ولسوال او د پکتیکا پخوانی والي پاتې شوی.
هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشر او د کابل پوهنتون مرستیال و.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني

د عکس سرچینه، MOPH
احمد جواد عثماني په ۱۳۵۱ کال کې زیږېدلی، د کابل او بل طبي پوهنتونونو کې یې زدکړې کړې او امریکا کې یې د نړیوالې روغتیا مدیریت پالیسۍ کې لوړې زدکړې کړې.
هغه په ۱۳۹۶ کال د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال پاتې شوی او په ۱۳۹۵ کال د عامې روغتیا وزارت مرستیال و.
د کلیو پراختیا وزارت سرپرست مجیب الرحمن کریمي

د عکس سرچینه، MRRD
مجیب الرحمن کریمي په ۱۳۵۶ کال خوست کې زیږېدلی، زدکړې یې د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي کې کړې او تایلنډ کې یې د سیمه ییزې او کلیوالې پراختیا پروګرام جوړونه کې لوړې زدکړې کړې.
ښاغلي کریمي ۱۶ کاله په بېلابېلو نړیوالو او کورنیو ادارو کې کار کړی او د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد پاتې شوی.
د اقتصاد وزارت سرپرسته کریمه حامد فاریابي

د عکس سرچینه، MOEC
کریمه حامد فاریابي په ۱۳۶۹ کال فاریاب ولایت کې زیږېدلې، ښوونځي یې میمنه ښار کې لوستی او بیا د مزار شریف طبي پوهنتون ته شامله شوې.
نوموړې په ۱۹۹۷ کال تر اوسه د اقتصاد وزارت سرپرسته پاتې شوې او په ځینو نړیوالو او کورنیو ادارو کې یې کار کړی.
د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي

د عکس سرچینه، AFGCentralbank
اجمل احمدي ولسمشر محمد اشرف غني ته نژدې کس یادېږي، چې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم پاتې شوی.
د افغانستان بانک وېبپاڼه کې د هغه ژوندلیک کې لیکل شوي چې نوموړی په ۱۳۵۷ کال غزني ولایت کې زیږېدلی او د امریکا هارورډ پوهنتون کې یې اداره او سوداګري لوستې ده.









