تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بدخشان مایمۍ ولسوالۍ کې ۲۵ کسان ووژل شول
د افغانستان شمال ختیځ ته له بدخشان رپوټونه وايي، وسلوالو طالبانو د دغه ولایت پر مایمۍ ولسوالۍ په برید کې د ولسوالۍ د امنیه قومندان، امنیت امر او جنايي امر په ګډون ۲۵ کسان وژلي دي.
څو سرچینو بي بي سي ته وویل، طالبانو په دې ولسوالۍ پرون برید وکړ او ۲۵ کسان یې ووژل.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې پر دې ولسوالۍ د دې ډلې برید منلی دی او وايي افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د بدخشان د ولایتي شورا مشر بشیر احمد صمیم وايي، پرون څلور بجې د طالبانو ناڅاپي برید کې ولسوالي دې ډلې ته په لاس ورغله، خو زیاتوي اوس د ولسوالۍ مرکز نه د طالبانو او نه د حکومت په لاس کې دی.
د هغه په خبره، دې پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي چې ۱۹ پولیس او پاتې ولسي پاڅون غړي یا ولسي خلک دي.
ښاغلی صمیم زیاتوي چې پېښه کې یو ملکي ټپي شوی او څلور کسان چې د ولسي پاڅون غړي دي طالبانو ور سره بېولي دي.
ځايي سرچینې وايي، د بدې هوا له امله دوی سیمې ته نور ځواکونه لا استولي نه دي.
بشیر احمد صمیم هم وايي، د واورې او بدې هوا له امله سیمې ته د ځمکې یا هوا له لارې مرستندوی ځواکونه نه دي تللي.
مایمۍ د بدخشان لرې پرته او له تاجکستان سره پر پوله ولسوالي ده چې له مرکز فیض اباد نږدې ۳۰۰ کیلومتره واټن لري.
وسلوالو طالبانو تېره پنجشنبه( د نومبر ۱۲) د رزوګان د دهراووت ولسوالۍ مرکز هم ونیو.
هغه مهال ځايي چارواکو وویل د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د ولسوالۍ له بازار پوځي مرکز ته شاتګ وکړ.
خو تر دې مخکې د روزګان چارچینو، خاص روزګان او ګیزاب ولسوالیو پر مرکزونو هم طالبانو ولکه کړې او په دې ولسوالیو کې ولسي او نظامي پرسونل پوځي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.