د ملګرو ملتونو چارواکی: القاعده لا هم طالبانو سره نږدې تړاو لري

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي القاعده شبکه د امریکا - طالبانو د روان کال له تاریخي هوکړې سره سره - په طالبانو کې ژورې رېښې لري.

امریکا د روان زېږدیز کال په لومړېو کې طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

په دې تړون کې ویل شوي چې امریکا به تر راتلونکي اوړي له افغانستان خپل ټول ځواکونه باسي او طالبان به یې بدل کې دا تضمینوي چې د القاعده په ګډون هېڅ ډله د افغانستان خاوره د نړیوالو بریدونو لپاره نه کاروي.

خو اوس په ملګرو ملتونو کې د داعش، القاعده او طالبانو د څارډلې همغګر (همغږي کوونکي) اېډمونډ فېتون براون بي بي سي ته ویلي طالبانو امریکا سره د تړون په درشل کې القاعده سره ژمنه کړې وه چې دواړه ډلې به ملګرې او متحدې پاتې کېږي.

ښاغلی بروان وايي "طالبانو په لوړه کچه او په پرله پسې ډول القاعده سره خبرې کولې - هغوي ته یې ډاډ ورکاوه چې دوی به ورسره تاریخي اړیکو ته ژمن پاتې کیږي."

هغه زیاتوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون سره سره د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو ماهیت او بڼه نه دي بدل شوي:

"القاعدې په طالبانو کې ژور ځای موندلی دی - طالبانو سره پام وړ ګډ پوځي او روزنیز فعالیتونه کوي او تر اوسه پکې بدلون نه دی راغلی."

که څه هم پر لوېدیځ د بریدونو لپاره د القاعده شبکې ځواک او وړتیا د پام وړ ځپل شوې، خو ګومان کیږي چې د دې ډلې مشر ایمن الظواهري او ګڼ نور پېژندل شوي مشران به لا هم په افغانستان کې پټ وي.

د افغانستان استخباراتو د شنبې پر روځ غزني ولایت کې په عملیاتو کې د دې ډلې د یوه مصري مشر حسام عبدالرووف د وژلو خبر ورکړ.

ښاغلي براون بي بي سي ته ویلي القاعده له خپل اوسني کمرنګوالي سره سره "سرسخته" او "خطرناکه" ده.

د طالبانو مشران وايي متحده ایالتونو سره د تړون شراېطو ته ژمن پاتې کیږي او بهرنۍ وسله والې ډلې به د افغانستان له خاورې په امریکا او د دغه هېواد په متحدانو بريدونو ته نه پرېږدي.

دغه ډله په افغانستان کې د "اسلامي دولت" رامنځته کېدل خپله یوازنۍ موخه بولي او وايي بل هېواد ته به ترې خطر نه پېښیږي.

طالبان که څه هم افغانستان کې د داعش پر وړاندې جګړه د توندلارو ډلو خلاف د درېدو په اړه د خپلو ژمنو عملي بېلګه ګڼي، خو دوی داعش ته د سیال په سترګه ګوري، خو له القاعده شبکې سره یې له رامنځته کېدو راهیسې نږدې اړیکي پاللي دي.

ښاغلی بروان وايي په دې وروستېو کې یې داسې رپوټونه تر سترګو شوي چې طالبانو افغانستان کې له ېو شمېر مېشتو پاکستاني وسله والو غوښتي، چې ځانونه دوی سره راجستر کړي او له افغانستان بهر د برید نه کولو اصولو ته غاړه کېږدي.

بروان زیاتوي تر اوسه روښانه نه ده چې دا شرایط په القاعده هم پلي کیږي که نه او یا دا چې د افغانستان له خاورې نړیوالو ته د ګواښ له پېښولو د بهرنېو وسله والو د راګرځولو ګام دایمي دی که څنګه؟

امریکايي چارواکي دې پوښتنې ته چې ایا باورمن دي طالبان د القاعده په اړه خپلې ژمنې بشپړې عملي کوي که څنګه - واضیح ځواب نه وايي او کله ناکله په دې اړه مالومات محرم ګڼي.

د امریکا په بهرنېو چارو وزارت کې د ترهګرۍ ضد څانګې همغګر (همغږي کوونکي) ناتان سېلز بي بي سي ته ویلي: "تمه لرو چې طالبان به افغانستان کې له ترهګرو سازمانونو سره د ټولو اړیکو د پرې کولو پر ژمنو ودریږي... پام کې لرو چې د ژمنو او کړنو د یو رنګوالي د ډاډمنتېا لپاره له نږدې د وضعیت څارلو ته دوام ورکړو."

خو د افغان حکومت د ملي امنېت شورا ویاند رحمت الله اندړ چې پخوا د طالبانو قوماندان پاتې شوی بي بي سي سره مرکه کې خبرداری ورکړ چې د القاعده شبکې او نورو نړیوالو وسله والو ډلو د بیا را ولاړېدو ګواښ لا شته دی.

اندړ وايي "امریکایان ښايي فکر کوي چې د دوی لخوا طالبانو سره لاسلیک شوی تړون به هر څه سم کړي - خو وخت به ثابته کړي چې قضیه داسې نه ده."

القاعده سره د اړیکو پوښتنې ته د طالب چارواکو ځوابونه هم ډېر وخت روښان نه وي او کله ناکله ادعا کوي چې دا ډله نور په افغانستان کې حضور نه لري.

تېر کال د هند ټاپو وزمه کې د القاعده څانګې د طالبانو په ملاتړ د افغانستان پر دولتي ځواکونو د ېوه برید ویډېو خپره کړه. د القاعدې غړو د طالبانو له امیر یا مشر سره بېعت کړی دی.

دوحه کې د طالبانو یوه چارواکي تېر کال د دې پوښتنې په ځواب کې "چې دوی به څنګه د داسې یوې ډلې پر وړاندې ګامونه واخلي چې د طالبانو مشر سره یې بېعت کړی" ادعا وکړه چې د القاعده شبکې د مشر د بېعت وروستۍ لوړه رسمآ هېڅ نه ده "منل" شوې.

یوه پخواني طالب مشر بي بي سي ته ویلي که القاعده له افغانستان بهر د بریدونو نه کولو په تړاو د طالبانو له امر سر وغړوي نو دې ډلې سره بېعت "باطل" ګڼل کېدای شي.

القاعده سره د طالبانو د راتلونکو اړیکو څرنګوالی د افغانستان د سولې د پروسې برخلیک ټاکلی شي.

د نړېوالې ترهګرۍ په اړه د طالبانو ژمنې له دې ډلې سره د امریکا د تړون تر ټولو حساس ټکی دی چې د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره باید عملي شي.

خو داسې ښکاري چې پر دې موضوع لا هم د نظر یووالی نشته او سخت دریځ طالبان ښايي القاعده شبکې سره د اړیکو د پرې کولو د اقداماتو مخالفت وکړي.

طالبانو سره سوله شونې ده؟

د افغانستان د سولې پروسې د ټکني کیدو په اړه اندېښنې موجودې دي.

که څه هم د افغان حکومت په مشرۍ د مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې تېره میاشت دوحه کې پېل شوې، خو تاوتریخوالی لا دوام لري او په وروستېو اوونېو کې تر پخوا لا ډیر شوی دی.

د اوربند او دواک د شراکت په څېر غټې مسلې پر ځای پاتې دي او بین الافغاني خبرې په کوچنېو او لومړنېو موضوعاتو د اختلاف له کبله په ټپه ولاړې دي.

اندېښنه دا ده که امریکايي ځواکونه راتلونکی کال ووځي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هوکړه نه وي شوې، تاوتریخوالی ښايي نور هم ډیر شي او طالبان له پوځي لارې د بریا هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلي بروان خبرداری ورکوي که د سولې پروسه ناکام شي القاعده شبکه او داعش ښايي د افغانستان له «نادولتي فضا» د ګټنې هڅې پراخې کړي.

نوموړی وايي «دغه دواړه ډلې د نړیوال خطر پېښولو ته نه ماتېدونکې تنده لري.»