"کابل کې د پلاستیکي پر ځای د ټوکري کڅوړو کارول پیلېږي"

کابل ښاروالي، ۵ کاله مخکې پر پلاستیکي کڅوړولګولی بندیز اوس عملي کوي.

کابل ښاروالي د ښار ځینو کاروباریانو په ځانکړي ډول نانوایانو ته له ټوکره جوړې شوې کڅوړې ویشلې چې پرې لیکلي په پلاستیکي کڅوړو کې د ډوډۍ پر توزیع بندیز دی.

کابل ښاروالي وايي، غواړي په دې ډول د چاپیریال د ککړتیا او د سرطاني ناروغیو مخه ونیسي چې کڅوړې یې یو له لاملونو بلل کېږي.

افغانستان په کال کې د پنځوسو میلیونو ډالرو په ارزښت پلاستیکي محصولات تولید او له بهر واردوي چې پلاستیکي کڅوړې هم پکې راځي.

د پلاستیکي کڅوړو کارول په افغانستان کې معمول چاره ده دغلته به داسې پلورنځی نه وي چې پلاستیکې کڅوړې ونه لري.

په لویو ښارونو، په ځانګړي ډول کابل کې پلاستیکي کڅوړې سره له دې چې په بازارونو کې لیدل کېږي په لارو کوڅو، لښتیو، ډیرانونو کې یې هم کمی نشته.

سره له دې چې په افغانستان کې پنځه کاله وړاندې د پلاستیکې کڅوړو په کارولو بندیز ولګیده خو لا تر اوسه دغه ګام عملي شوی نه دی.

د سرچینو په خبره د پلاستیکي کڅوړو تولیدوونکي او واردونکي په حکومت کې نفوذ لري ځکه د دغه بندیز مخه نیسي او غواړي دغه پروګرام له ننګونو سره مخ کړي.

خو اوس کابل ښاروالي د دې بندیز د پلی کیدو په تکل راوتلې ده.

دې ادارې بېلابېلو کاروباریانو او د ښار یو شمېر نانوایانو ته له ټوکره جوړې کڅوړې وویشلې چې دغه کڅوړي د پلاستیکي هغو ځای ونیسي.

په دې کڅوړو لیکل شوي چې په پلاستیکي کڅوړو کې د ګرمې ډوډۍ په وېش بندیز دی.

کابل ښاروالي د چاپېریال ساتنې او روغتیا برخې مسول حسن غلامي وايي سرغړونکو ته سزا ورکول کېږي.

د ښاروالۍ له خوا په وېشل شویو کڅوړو دا هم لیکل شوي چې په پلاستیکي کڅوړو کې د خوړن توکو او په ځانګړي ډول د ګرمې ډوډۍ لېږد او ساتنه د بېلابېلو ناروغیو په خاصه توګه د سرطان ناروغۍ لامل کېږي.

کابل کې د یوې نانوایۍ څښتن ذکرالله بیا وايي، دوی ته وېشل شوې دغه تکه یي کڅوړې بس نه دي او اخیستونکي د ډوډۍ اخیستلو په وخت کې پلاستیکي کڅوړې غواړي.

ځینې خلک د پلاستیکي خځلو تولید چې اوسمهال په یوې لویې نړیوالۍ ستونزې اوښتی د عصري ژوند پایلې بولي.

پنځوس کلنه شفیقه هغه وختونه یادوي چې د هر ډول خوړن توکو لپاره جلا له ټوکره جوړې کڅوړي وې.

سره له دې چې پلاستیکي خځلي یوه نړیواله ستونزه ده خو د افغانستان په ټولو ښارونو کې پلاستیکي کڅوړي کارېږي او لا هم پرې بندیز نشته.

د هرات اوسیدونکی ثنا حکیمي وايي د پلاستیکي کڅوړو بندول یوه جدي اړتیا ده.

په پلاستیکي کڅوړو د بندیز یوه موخه په چاپیریال کې د پلاستیکي خځلو مخنیوی دی.

د چاپیریال ساتنې بنسټونه وايي هره پلاستیکي کڅوړه په اوسط ډول ښايي د دېرشو دقیقو لپاره وکارېږي، خو له منځه تلل یې د ځمکي پر سر له سلو تر ۵۰۰ کلونو وخت نیسي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې په خبره ۳۶ فیصده پلاستیکي محصولات د هېواد دننه تولیدېږي او پاتي یې له بهره واردېږي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د پلاستیکي محصولاتو مصرف په کال کې له پنځوسو میلیونو ډالرو څخه زیات اټکلوي.

د پلاستیکو ککړتیا چې یو نړیوال ناورین بلل کېږي له دې کبله نړیوالې ټولنۍ له هېوادونو غوښتي چې د پلاستیک د بندولو لپاره به ګړندي ګامونه واخلي.