تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو کمیسیون: د کابل پرونی برید جنګي جنایت دی
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د دوي موندې ښيې چې په برچي دښته کې د کوثر دانش په نامه کورس باندې ځانمرګي برید کې شاخوا ۲۵ ښځینه او نارینه زده کوونکي وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.
په دې اړه خپرې کړې اعلامیې کې نوموړي کمېسیون ویلي دا ځانمرګي برید د بشر دوستانه نړیوال کنوانسیون نه څرګنده سرغړونه ده. کمېسیون دا برید جنګي جنایت بللی او په کلکه یې غندلی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومت نه غوښتنه کړې چې د دې برید په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او د برید عاملین د قانون منګلو ته وسپاري.
تر دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزرات اعلان کړی و چې د دغه ځانمرګي برید له کبله ۲۴ کسان وژل شوي او ۴۶ ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا چاودنه له ځايي وخت سره سم نژدې څلور نیمې بجې د ۱۳ امنیتي حوزې په پل خشک سیمه کې شوې وه.
دغه راز د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سړک غاړې ماین چاودونو کې د ولسي وګرو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو وژنه هم غندلې او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا له ملګرو ملتونو، د افغانستان له نړیوالو متحدینو، اسلامي هېوادونو او د اسلامي نړۍ له بانفوذه مشرانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او تلپاتې سولې لپاره په جګړه کې ښکیلو غاړو باندې فشار واچوي.
په یوه خبرپاڼه کې چې "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ته یې نسبت شوی، ددغه برید مسئولیت اخیستل شوی.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دغه چاودنه په دوی پورې تړاو نه لري.
خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی او په یو ډول یې له طالبانو سره تړاو ورکړی.
غبرګونونه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسۍ استازولۍ (یوناما) ددغه برید په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي، دغه سازمان د تېرې شپې برید د ۶۰ قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي کوي، چې په وینا یې دا د جګړې د ناوړه جرم یوه برخه ده.
یوناما وړاندې لیکي، د جرم له مسئول سره باید حساب او کتاب وشي. د دوی تاوتریخوالي ته باید اجازه ورنه کړل شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، بریدګر پلی د روزنیز مرکز پر لور روان و، چې د مرکز ساتونکو پېژندلی او له پېژندل کېدو وروسته بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې په ځان پورې تړلي باروت وچول.
مخکې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور د دغې چادنې وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ یاد کړ.
پر خواله رسنیو کې د پېښې تصویرونو کې یو شمېر کسان ټپي حالت کې ښکاري.
د کابل لوېدیځ کې له دې دوه کاله مخکې پر 'موعود ' نومي روزنیز مرکز ځانمرګي برید کې نژدې ۵۰ کسان وژل شوي وو او ۷۰ ټپیان شوي وو.
په همدې سیمه کې بیا د یوه خبري اژانس او 'تبیان ' نومي کلتوري مرکز پر ودانۍ ځانمرګي برید کې ۴۱ کسان وژل شوي وو او ۸۴ ټپیان وو.
داعش ډلې د هغو بریدونو مسوولیت منلی و.