تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان پولیسه چې سترګې یې ایستل شوې، بیا هم غواړي دندې ته ستنه شي
- Author, عالیه فرزان
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په غزني ولایت کې د وسله والو له مرګوني بریده ژوندۍ وتلې ښځینه پولیسه چې په دواړو سترګو ړنده شوې وايي، که د بیا لیدو وړتیا پیدا کړي، دندې ته دوام ورکوي.
وسله والو شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د غزني په ښار کې لومړی پر خاطرې ډزې وکړې او بیا یې د هغې دواړه سترګې و ایستلې.
اوس د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې د خاطرې پلار طالب و او پولیسو کې د خپلې لور دندې سره مخالف و.
مسعود اندرابي وایي، د خاطرې پلار له طالبانو سره په همغږۍ پر خپله لور برید کړی او د هغې سترګې یې ایستلې دي.
خو طالبانو رد کړې او زیاتوي چې دا پېښه د کورني تاوتریخوالي پایله ده.
د غزني پولیسو کې د خاطرې نوې دنده
د غزني امنیه قومندانۍ له جنايي برخې سره د خاطرې د دندې اخیستو یوازې شاوخوا درې میاشتې وتلې وې چې برید پرې وشو.
خاطره دا خبره مني چې پلار یې پولیسو کې د دې له دندې سره مخالف و خو داسې هم نه وايي چې پر دې شوي برید کې یې پلار لاس درلود.
نوموړې وايي، څلور میاشتې وړاندې یوه ورځ مازدیګر مهال و چې له کاره د کور په لور روانه وه.
د خاطرې په وینا، کور ته له نږدې کېدو سره وسله والو پرې برید وکړ، ډزې یې پې وکړې، سترګې یې ورنه و ایستلې او وروسته وتښتېدل.
خاطره له لومړنۍ درمنلې وروسته د کابل د پولیسو روغتون ته د لا ډېرې درملنې لپاره ولېږدول شوه.
نوموړې فکر کاوه چې سترګې به یې جوړې وي او یوازې پټۍ به پرې لګېدلې وي، خو له سترګو د پټیو له لېرې کېدو یوه اوونۍ وروسته وپوهېده چې نور به په خپلو سترګو لیدل و نه کړي.
له دغو ټولو سختیو او رنځ ګاللو سره ـ سره خاطرې بیا هم پرېکړه کړې ده چې په پولیسو کې دندې ته دوام ورکړي.
خو له نسبي درملنې وروسته چې د غزني قومندانۍ ته ورغله، د هغې په وینا ورته وویل شول چې اوس په سترګو نه ویني او باید په کور کېني.
پر خاطرې برید چا کړی دی؟
مسعود اندرابي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د خاطرې پلار طالب و، خو طالبانو دا ادعا رد کړې او وايي چې پر خاطرې برید د کورني تاوتریخوالي پایله ده.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې افغان حکومت هڅه کوي داسې پېښې د دوی پر ضد وکاروي.
د غزني د امنیه قومندانۍ جنايي آمر احمد ناصر رسولي وايي چې د خاطرې پلار په غزني ښار کې کارګر و او پر خپلې لور د برید په تور نیول شوی او اوس یې دوسیه محکمې ته استول شوې ده.
درې میاشتې وروسته جګپوړو چارواکو سره لیدنه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر پر خاطرې له برید شاوخوا څلور میاشتې وروسته له هغې سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې خاطرې ته یې د یوه کور ورکولو حکم صادر کړی او د درملنې په برخه کې به هم همکاري ورسره وکړي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د کابل په ګډون په هر ښار کې چې خاطره په دنده کې د خوندیتوب احساس وکړي، دنده ورکوي.
د خاطرې د تصویرونو او کیسې له خپرېدو سره د بشري حقونو یو شمېر فعالان دا پوښتنه کوي چې پر هغې د برید شاوخوا څلور میاشتې تېرې شوې خو ولې امنیتي مسؤلینو د خاطرې د ملاتړ لپاره لازم ګامونه نه دي پورته کړي.