افغان کډوال: بچي مې ویل موږ هم مړه کېږو

    • Author, کاوون خموش
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د فاریاب ولایت اوسېدونکي طالب شاه له خپلو درېیو بچیانو او ناروغې مېرمنې سره هغه مهال یو بل خوا منډې وهلې چې د یونان موریا کنډوالو کمپ کې اور لګېدلی و.

د اور لومړیو کې هغه لیدل چې ډېر نه دی، بیا یې د نېدې ورتللو اراده وکړه، کورنۍ ته یې وویل خېمه کې پاتې شي، خو چې واپس راغی ګډوډي وه:

"ډېره وېروونکې وه، زما کوچني زوی راته وویل، پلاره موږ دلته مړه کېږو."

د یونان په لېسبوس ټاپو کې دغه کمپ تېره سې شنبه اور واخیست او هرڅه ایره شول.

طالب شاه او مېرمن او بچیانو یې په ځنګل کې منډې وهلې او پر کټارو اوښتلو سره ۹۰ دقیقو کې امن ځای ته ورسېدل.

دوی د زرګونو نورو کډوالو په څېر شپه په یوه پارکېنګ کې تېره کړه.

"زما بچیانو راته ویل، دلته یخني ده، دلته څه دي اوس به څه کېږي، خو زما سره ځواب نه و او دا ډېره سخته وه."

دی وايي، پر ۲۰۱۹ کال یې له طالبانو د خپلې کورنۍ د ژغورلو په هیله افغانستان پرېښود تر هغه راهیسې مرګ سره رڼو سترګو لوبې کوي.

موریا کمپ ته راتلو پسې ورځې شمېري او تر اوسه یې ۹ میاشتې او پنځه ورځې کېږي.

دا پنډغالی درې زره کسان ځایولی شي، خو تر ۱۳ زرو کسان پکې وو، چې د ۷۰ هېوادونو وګړي دي، مګر اکثریت یې افغانان دي.

طالب شاه وايي، موریا کمپ کې تېر کړی وخت یې د ژوند خورا بده تجربه ده او زیاتوي د چاکو له ټپونو د ميندوارې ښځې مرګ یې په خپلو سترګو لیدلی او چور او غلا هم ویني.

دی وايي، څو ورځې یې ځکه خوب نه دی کړی چې وېرېږي، څوک به یې خېمه پسې اور واچوي او دوی به ووژني.

طالب شاه له څو میاشتو راهیسې له ناروغۍ او درېیو بچیانو سره کوچنۍ خرابه خېمه کې اوسېده، مېرمن یې د پښتورګو یا ګردو ناروغي لري.

له بیا بیا غوښتنو وروسته نژدې میاشت مخکې یې لویه خېمه پیدا کړه چې یوه بله کورنۍ هم پکې اوسېده:

"موږ اوس نوې خېمه ومونده، خو هغه هم ایره شوه، که موږ د ځان ژغورو لپاره منډه کړي نه وی، نو موږ به هم پکې سوځېدلي وو."

طالب شاه فاریاب کې د ملي تیاتر مهم غړی او خپله سیمه کې منلی هنرمن و، چې ډېری تلوېزیوني پروګرامونو کې به یې ګډون کاوه او پر وسلوالو یې طنزونه جوړل، هم یې د سیاسي او ټولنیزو مسلو په هکله شعور ویښاوه.

د هغه درې بچیانو کې فاریمه ۹ کلنه، پاریسه ۷ کلنه او مرجان څلور کلن دی.

مېرمن یې باډي بیلډري برخه کې کار کاوه، خو ژوند یې هغه وخت خراب شو چې پر طالبانو یې ملنډه وکړه او افغان پوځ یې وستایه.

له هغه وروسته دوی ته طالبانو او یوه ځايي ملا خبرداري پیل کړل:

"موږ له خپل هېواد سره مینه لرو او موږ حکومت او ولسواکۍ ته کار کول غوښتل، خو ژوند مې خطر سره مخ شو او چا مې مرسته ونه کړه."

د هغه پلار، دوه وروڼه او یو وراره د لسیزو جګړه کې قرباني شوي او خپله کورنۍ کې یوازې دی پاتې دی.

که څه هم یوناني چارواکي د بې کوره خلکو مرستې هڅه کوي، خو ژوند سخت دی.

طالب شاه د پنجشنبې په ورځ هغه ګاډي ته کتل چې خواړه یې وېشل، خو بیروبار دومره وو چې موټروان سملاسي له هغه ځای ګاډی وباسه.

هغه وايي، له خلکو سره هېڅ نشته او د شپې ډېر ساړه وي، خو ورځ دومره ګرمه وي چې خلک سیوري پسې منډې وهي.

طالب شاه وايي، لېسبوس کې دومره ستونزو سره مخ شوی چې اوس خپل هېواد ته د ستنېدو فکر کوي:

"مشره لور مې خونریزي لري، نه اوبه شته، نه خوراک او نه هم ټایلېټ او ډاکټر، زه رواني ناروغ یم، نه پوهېږم څه وکړ او له پښېماني پرته بله لار نه لرم."

نوموړی زیاتوي که دایمي پنا ور نه کړل شي، نو ښه دا بولي چې افغانستان ته ستون شي.