موریا کمپ کې اورلګېدنه: کډوالو احتجاجي مظاهره کړې

په لسبوس ټاپو کې د موریا نومي کمپ اوسېدونکي کډوالو په یوه لاریون کې له یونانه غوښتي چې جرمني ته د تلو لاره ورکړې.

دغه کمپ دوې ورځې مخکې د اورلګېدنې له کبله وسوځېد او له ۱۳۰۰۰ ډېر کډوال چې په دغه کمپ کې دېره وو اوس تر شنه اسمان لاندې بې سرپناه پاتې دي.

ویل کېږي، د دغه کمپ ۷۰ سلنه اوسېدونکي افغانان او یو شمېر نور یې ایرانیان دي.

بل لور ته د موریا کمپ پاتې شونو په شاوخوا کې ځايي اوسېدونکو د خیریه کارکوونکو پر مخ لارې تړلې دي او وايي، دوی د نویو کېږدیو درېدو مخالف دي.

خو د اروپايي کمېسیون مرستیالې مشرې مارګریتي شایناس ویلي، د ویجاړ شوي کمپ پر ځای به نوې عصري سرپناه په همدې ځای کې ودانه شي.

بل لور ته جرمني وايي، ۱۰ اروپايي هېوادونو هوکړه کړې، هغو ۴۰۰ ماشومانو ته د ورتلو اجازه ورکړي، چې د یونان تر ټولو لوی کمپ کې د اورلګېدو له کبله بې سرپناه پاتې شول.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر هورست سيهوفر وايي، ډېری دغه کسان به جرمني او فرانسې ته ولېږل شي.

دغه کسان د یونان لسبوس سیمې په موریا نومې کمپ کې په خورا لنډ - تنګ ځای کې اوسېدل.

د چهارشنبې پر ورځ په دغه کمپ کې د اور له لګېدو وروسته اوس د کډوالو کورنۍ په شاوخوا کروندو کې داسې حال کې اوسي چې چارواکي یې د سرپناه لپاره هڅې کوي.

ښاغلی سيهوفر وايي، فرانسه او جرمني به د ۱۰۰ او ۱۵۰ تنو تر منځ ماشومان ومني. هالند به ۵۰ او فنلډ به ۱۱ تنه ومني.

د نوموړي په وینا له نورو هېوادونو سره خبرې روانې دي، چې په دې بهیر کې برخه واخلي.

تمه کېږي، چې سویټرزلنډ، بلجیم، کرواتیا، سلوانیا، لکسبرګ او پرتګال به هم په دې پروسه کې شامل شي.

ښاغلي سهوفر وايي:

''په موریا کې اور لګېدنه زموږ ټولو لپاره یوه څرګنده یادونه ده، چې اروپا کې باید څه بدل شي. ''

د افغان هنرمن ناهیلي

کاوون خموش بي بي سي

افغان هنرمن طالب شاه حسیني هم په هغو کډوالو کې شامل دی چې د اورلګېدو په شپه له خپلې ناروغې مېرمن او دریو ماشومو لوڼو سره له کمپه وتښتېد.

د ښاغلي حسیني په وینا یو نیم ساعت یې په اغزیو، بوټو او کروندو کې منډې وکړې، چې د اور له لمبو ځانونه لېرې کړي. وروسته یې شپه له زرګونو نورو کډوالو او پناه غوښتونکو سره یو ځای د موټرو په یوه تم ځای کې تېره کړه. دی وايي:

''لوڼو مې پوښتنه کوله، پلاره یخني مو کېږي، موږ ولې دلته یو او له موږ سره به څه کېږي؟ خو هېڅ ځواب مې ورته نه درلود او خورا سخت وضعیت و. ''

نوموړی وايي، له ۲۰۱۹ راهیسې چې له طالبانو یې د خپلې کورنۍ ساتلو لپاره افغانستان پرېښود، له مرګ سره (پټ پټونی) کوي.

ښاغلی حسیني وايي، په موریا کمپ کې یې نهه میاشتې او پنځه ورځې سختې، ستونځې ګاللې دي.

دغه کمپ چې د ۳۰۰۰ کسانو د اوسېدو لپاره چمتو شوی و، له ۱۳۰۰۰ ډېر کسان پکې اوسېدل، چې له نژدې ۷۰ هېوادونو دلته راغلي، خو ډېری یې افغانان دي.

ښاغلی حسیني وايي، په دغه کمپ کې تېره کړې موده یې د ژوند له خورا ترخو تجربو یوه وه:

''د شپې به خوب نه راته. وېرېدم، چې څوک به مې کېږدۍ ته راشي، ما به ووژني یا به مې پر کورنۍ حمله وکړي. ''

د ښاغلي حسیني په خبره په فاریاب کې د ملي تیاتر غړی و او په ټیلویزیوني خپرونو کې یې پر سخت دریځو وسله والو نیوکې کولې، چې وروسته د طالبانو د ګواښونو له کبله د هېواد پرېښودلو ته اړ شو.

نوموړی وايي، په جګړو کې یې د پلار، دوو وروڼو او یوه وراره له لاسه ورکولو وروسته په هېواد کې د پاتې کېدو هیله ختمه شوه او پر اوږدو لارو له سختو مزلونو وروسته د یونان تر موریا کمپه ورسېد.

یونان حکومت لسبوس ته یو پلاوی د دې لپاره استولی چې په ځايي توګه موضوع ته حل ومومي، خو ځايي اوسېدونکي د نوي کمپ له ودانېدو سره مخالفت کوي.

یونان د ۲۰۰۰ دکډوالو اوسېدو لپاره درې بېړۍ هم لسبوس ته استوي. بلیو سټار نومې یوه بېړۍ چې د ۱۰۰۰ کسانو اوسېدو وړتیا لري، د لسبوس سیګري نومي بندر ته رسېدلې ده او دوې نورې پر لاره دي.

په ورته مهال په سیمه کې احتیاطي تدبیرونه هم ډېر شوي دي. د پولیسو ۱۱ ګاډي او دوه اوبه شېندونکي توپونه هم دغې سیمې ته رسېدلي دي.

هغه ۳۵ کډوال چې د چهارشنبې پر شپه له اورلګېدو وروسته له کمپه تښتېدلي وو، پر کوویډ - ۱۹ اخته ثابت شوي دي او ویل کېږي، چې له دوی نه اته کسان له نورو ګوښي ساتل کېږي.