د ولسي جرګې له لوري یې د بودیجې ردولو سره سره د 'ملي دسترخوان' مرستې پیلېږي

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي کابل

سره له دې چې د افغانستان پارلمان د ملي دسترخوان په نوم د بېوزلو کورنیو لپاره د بشري مرستو بودیجه رد کړې وه، د دې هېواد د کلیو پراختیا وزارت وايي، غواړي چې د دې پروګرام له لارې شاوخوا پنځه میلیونه بېوزلو کورنیو سره مرستې وکړي.

د کلیو پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وايي، دا پروګرام په دوو پړاوونو کې پلې کېږي چې لومړی پړاو یې د ښاري تړون پروګرام له لارې د ۳۴ ولایتونو د ۱۲۳ ولسوالیو په څه باندې ۱۲۸۰۰ کلیو کې تطبیق کېږي.

ښاغلی کریمي وايي، د لومړي پړاو لپاره ۸۶ میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې چې په دې پړاو کې به ۱،۶۷ میلیونو بېوزله کورنیو ته بشري مرستې ورسېږي.

''دا زیربنايي پروګرام نه دی، بلکې د بشري مرستو پروګرام دی. دا داسې پروګرام نه دی، چې موږ به ورسره د فقر کرښه راټیټه کړو، بلکې دا داسې پرواګرام دی، چې موږ به یې له لارې مستحقو او اړمنو کورنیو ته عاجل کومک ورسوو. ''

د کلیو پراختیا وزیر زیاتوي چې د ملي دسترخوان دویم پړاو به په ۲۳۴ هغو ولسوالیو کې پلی کېږي چې د ښاري تړون پروګرام کې شاملې نه دي. د دې ولسوالیو په څه باندې ۲۱ زره او اته سوه کلیو کې به ۲،۵ میلیونه کورنیو ته بشري مرستې ورسېږي چې ټولټال بودیجه یې ۱۵۸ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دې پروګرام بودیجه د مشخص میکانیزم د نشتوالي له کبله په اکثریت رایوو رد کړې وه. د دې جرګې د بودیجې او مالي کمېسیون یوه غړي مير افغان صافي بي بي سي سره په خبرو کې د دغه پروګرام پلي کېدا د قانون خلاف کار بللی.

د رپوټونو له مخې د دې پروګرام مالي لګښت چې نړیوال بانک یې ور کوي ۲۸۰ میلیونه ډالره ښودل شوی او په دوه پړاوونو کې عملي کېږي. دا پروګرام د جولای په وروستیو کې ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا رسما پرانیستل شو.