تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تاجکستان ولسمشر پر لاوډسپیکر د بدخشان خلکو ته د مرستې ډاډ ورکړ
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د معمول خلاف د لاوډسپیکر له لارې د افغانستان بدخشان ولایت اوسېدونکو ته خبرې کړې دي.
تېره ورځ (چهارشنبه اګست ۱۹) نوموړي د امو سیند پر غاړه د سرحدي سیمې لیدو ته ورغلی و، چې د پولې بل لور ته یې د افغانستان بدخشان شکي ولسوالۍ اوسېدونکو هرکلی وکړ.
په یوه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو لاس پر لاس شوې، لیدل کېږي، چې د شکي افغان اوسېدونکي د ښاغلي رحمان لیدو پر مهال د لاوډسپیکر له لارې د هغه هرکلی کوي او د افغانستان او تاجکستان بیرغونه رپوي.
د شکي ولسوالۍ اوسېدونکو د تاجکستان له ولسمشره غوښتي چې د څښاک اوبو، روغتیايي اسانتیاوو، برېښنا او مخابراتي شبکو په لړ کې ورسره مرسته وکړي.
په ځواب کې ښاغلي رحمان د مرستو ژمنه ورسره کړې. د نوموړي په وینا د پولې بل لور ته د افغانانو لپاره هم ودانیزې پروژې شته او د نوي برېښناکوټ له ودانېدو وروسته به افغانستان ته د برېښنا لېږد ډېر شي.
بل لور ته د بدخشان ځايي چارواکو په دې اړه بې خبري ښوولې.
د بدخشان درواز یوه اوسېدونکي محمد دین خواهاني د بي بي سي خبریال قربان علي همزي ته ویلي، زامن یې د نظام دفاع لپاره په امنیتي ځواکونو کې قرباني ورکوي، خو په خبره یې په تېرو دوو لسیزو کې یې د ژوند ښه کېدو لپاره ډېره توجه نه ده شوې.
بل لور ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره نن ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي، په دې خبرو کې له تاجکستانه افغانستان ته د برېښنا صاداتو د زیاتېدو پر امکاناتو بحث شوی دی.
له تاجکستان سره پر پوله د افغانستان د شکي ولسوالۍ دغه اوسېدونکي په داسې حال کې له ګاونډي ولسمشره د مرستو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د سلګونو میلیونو ډالرو له مرستو سره سره د بدخشان ځينې اوسېدونکي وايي، دوی ته لږ ونډه رسېدلې ده.