د افغانستان فضايي حریم کنټرول ټولې چارې افغان چارواکو ته سپارل کېږي

    • Author, ابراهیم ساپی
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د نړیوالوهوايي ډګرونو د سمبالښت او فضايي حریم د کنټرول چارې په بشپړ ډول د ناټو له افغانستان مېشت ماموریت څخه افغان ملکي هوايي چلند ادارې ته لېږدول کېږي.

د افغانستان د هوايي حریم د مسوولیت لویه برخه پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو افغان حکومت ته لېږدېدلې وه، خو لا يې هم ځینې برخې په ګډه سمبالېدلې.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې ناټو، نړیوال او امریکايي ځوکونه افغانستان ته راغلل په ټولیز ډول د افغانستان د هوايي حریم او ډګرونو سمبالښت چارې بهرنیو ځواکونو کنټرولولې.

خو د ۲۰۱۵ کال په ورستیو کې یې افغان لوري ته د چارو د لېږد بهېر پیل شو او په تېرو څو کلونو کې یې هم ځینې کارونه په ګډه پر مخ بېول کېدل.

اوس د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په افغانستان کې د ناټو له مېشت ماموریت سره يې په ګډه پرېکړه کړې چې د دغه هېواد د ټولو ملکي هوايي ډګرونو چارې دې افغان حکومت ته ولېږدي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفايي زاده وايي، افغان حکومت اوس په مستقل ډول د دغو ټولو چارو پر مخ وړلو ته چمتو دی.

ښاغلی وفايي زاده وايي، د مسوولیت دغه لېږد به له دوی سره مرسته وکړي چې دوی د خدماتو د کیفیت په لړ کې د نړیوالو له ازموینو هم بریالي راووځي.

د هوايي چلند اداره همدا راز وايي، د حق العبور، د الوتکو د ناستې، پارکینګ او ځینو نورو لارو د عوایدو لپاره ټاکل شوی هدف يې نه دی پوره کړی.

دغه اداره وايي، د کورونا وېروس له امله د لګېدلو بندیزونو له کبله يې ۴۰میلیونه ډالره زیان لېدلی.

دغه اداره وايي د قرنطین په موده کې د اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر شرکتونو هم ۳۰ میلیونه ډالره زیان کړی.