'امریکا افغانستان کې خپل پوځيان تر ۵۰۰۰ راکموي'

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، هېواد به یې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټیټ کړي.

نوموړي دا څرګندونې د تېرې شنبې په ورځ له فاکس نیوز سره یوه مرکه کې کړې دي چې وايي "غواړو د نومبر میاشتې تر پایه د خپلو پوځیانو شمېر له ۵۰۰۰ راټیټ کړو."

مارک ایسپر وايي، د امریکا دفاع وزارت هوډ لري چې د کانګرس غړي پر دې پلان خبر کړي او ځان ډاډمن کړي چې "د امریکا متحده ایالتونه به له افغانستانه د راتلونکو ترهګرو د ګواښونو هدف نه ګرځي".

تېره اونۍ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له "اکسیوس" سره مرکه کې ویلي وو، د نومبر تر درېیمې به د امریکا ټاکنو پورې افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۵۰۰۰ یا ۴۰۰۰ ته راټیټ کړي.

په تېره جون میاشت کې سي اېن اېن په یوه رپوټ کې ویلي وو، د ټرمپ اداره هغه پلان نهايي کوي چې له مخې به یې د خپلو ۸۶۰۰ پوځیانو شمېر کابو ۴۵۰۰ ته راټیټ کړي.

که امریکا له افغانستانه خپل نور پوځيان وباسي، دا به له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د افغانستان جګړه کې امریکا ښکېله شوې ده، افغانستان کې د امریکا تر ټولو لږ عسکر وي.

مارک ایسپر داسې مهال دا څرګندونې کړې چې په افغانستان کې د افغان حکومت پر وړاندې د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

امریکا په تېره فبرورۍ میاشت کې قطر کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې له افغانستانه امریکايي ځواکونه وځي او افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشي کوي.

په ورته وخت کې، نن (یکشنبه) له افغان حکومت سره د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو، چې وړاندې یې افغان حکومت د نه خوشي کولو خبره کړې وه، د مشورتي لویې جرګې پرېکړه اعلانېږي.

تېره ورځ دغې جرګې له افغان حکومته ددغو بندیانو په ضمانت خوشي کولو غوښتنه وکړه چې سم لاسي دې اروبند پیل او بین الافغاني مذکرات پیل شي.

تېره میاشت پنټاګون (د امریکا دفاع وزارت) ویلي وو، طالبانو لاهم له القاعدې شبکې ځانونه نه دي جلا کړي چې له طالبانو سره د امریکا د تړون یو مهم شرط همدا و.